نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ایران یو کس د اسرائیلو موساد ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
ایران د اسرائیلو سره د کړکیچونو په منځ کې د جاسوسۍ د مخنیوي لپاره د موساد د مشکوکو همکارانو نیولو او اعدامولو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
ایران یو کس د اسرائیلو موساد ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
ایران یو کس د اسرائیلو موساد ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ / Reuters

ایران یو کس د اسرائیلو موساد ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

ایران د اسرائیلو سره د کړکیچونو په منځ کې د جاسوسۍ د مخنیوي لپاره د موساد د مشکوکو همکارانو نیولو او اعدامولو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د ایران د قضايي ادارې د رسنیو دفتر میزان د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ایران یو سړی اعدام کړی چې د اسرائیل لپاره د جاسوسۍ په تور محکوم شوی و، او تورن یې علي اردستاني نومولی دی.

ایران چې له اسرائیلو سره له لسیزو راهیسې په یوه پټه جګړه کې ښکېل دی، ګڼ کسان یې اعدام کړي چې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې سره د اړیکو او په هیواد کې د عملیاتو د اسانتیا په تور یې تورن کړي دي.

میزان وویل: «د موساد استخباراتي خدمت په ګټه د جاسوسۍ د جرم لپاره د علي اردستاني د اعدام حکم، د هېواد د حساسو معلوماتو د ورکړې له امله، د سترې محکمې له تأیید وروسته او د قانوني پروسیجرونو له لارې عملي شو.»

سږ کال د اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ په تور د ایراني وګړو اعدامونه د دواړو اوږدمهالو دښمنانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله ډېر شوي دي.

له کلونو پټو بریدونو، سایبري عملیاتو او نیابتي جګړو وروسته، تېر جون میاشت کې تاوتریخوالی په مستقیمې نښتې واوښت، کله چې اسرائیلو د امریکا په ملاتړ د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.

له هغه راهیسې، ایراني چارواکو د کورني امنیت اقدامات سخت کړي، چې پکې د هغو کسانو د نیونو او اعدامونو کې څرګند زیاتوالی شامل دی چې د اسرائیلو د موساد سره د همکارۍ په تور تورن دي، دا هڅې د جاسوسۍ د مخنیوي او د سیمې د بې ‌ثباته حالت پر مهال د ملي امنیت د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي.

وپلټۍ
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي