نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د امریکا د بهر له تولید شوو ټولو فلمونو باندې ۱۰۰٪ تعرفه ولګوله
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې هغه د ټولو هغو فلمونو پر وارداتو نوي تعرفې لګوي چې د امریکا نه بهر جوړ شوي وي.  ټرمپ ادعا کړې ده چې  هالیووډ د امریکایي فلم جوړونکو او سټوډیوګانو د بهرنیو هېوادونو سره د کار کولو له امله سخت زیانمن شوی دی.
ټرمپ د امریکا د بهر له تولید شوو ټولو فلمونو باندې ۱۰۰٪ تعرفه ولګوله
"Hollywood, and many other areas within the U.S.A., are being devastated," he added, claiming this amounted to a national security threat. / AP

دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې سپینه ماڼۍ د ټرمپ د تهاجمي سوداګریزو تګلارو له امله د زیاتېدونکي انتقاد سره مخ ده، کوم چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو باندې د پراخو تعرفو لګولو سبب شوي دي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل ټروت سوشل پلیټ فارم کې ولیکل: "ما د سوداګرۍ وزارت او د امریکا سوداګریز استازي ته اجازه ورکړې چې سمدستي د هغو ټولو فلمونو پر وارداتو د ۱۰۰ سلنه تعرفې د لګولو پروسه پیل کړي چې په بهرنیو هېوادونو کې تولید شوي وي."

د ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې چې چین، چې د ټرمپ د سوداګریزو تګلارو له امله یې د ۱۴۵ سلنه تعرفو زیان لیدلی، تېر میاشت اعلان وکړ چې د امریکایي فلمونو واردات به کموي.

ډېر ژر پای ته رسېدونکی حالت’

ټرمپ د یکشنبې په ورځ ولیکل: "د امریکا د فلمونو صنعت په ډېر چټکۍ سره د پای ته رسېدو په حال کې دی. نور هېوادونه زموږ فلم جوړونکي او سټوډیوګانې د بېلابېلو هڅو له لارې له امریکا څخه ځان ته جذبوي."

هغه زیاته کړه: "هالیووډ او د امریکا دننه نورې ډېرې سیمې سخت زیانمنې شوې دي،" او ادعا یې وکړه چې دا حالت د ملي امنیت لپاره ګواښ دی.

د فلمونو صنعت لپاره د دې تعرفو اغېزې - یا دا چې دغه تعرفې به څنګه عملي شي - لا تر اوسه روښانه نه دي.

همدارنګه، د ټرمپ په پوسټ کې د تلویزیوني سریالونو یادونه نه وه شوې، کوم چې د پردې لپاره د تولید په برخه کې په زیاتېدونکي ډول مشهور او ګټور دي.

چین

ټرمپ وویل چې امریکا د ډېرو هېوادونو، په شمول د چین، سره د سوداګریزو تړونونو په اړه خبرې کوي، او د چین سره د هغه اصلي لومړیتوب د عادلانه سوداګریز تړون ترلاسه کول دي.

ټرمپ د ایر فورس ون په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې هغه دا اوونۍ د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره د خبرو کولو پلان نه لري، خو د امریکا چارواکي د چیني چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي.

کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا دا اوونۍ به کوم سوداګریز تړونونه اعلان شي، ټرمپ وویل چې دا "ډېر امکان لري" خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي