منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي روسیې ته ورسېد.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په پاکستان کې د ایران او امریکا د مذاکراتو د لغوه کیدو نه وروسته د ایران ډیپلوماټیکې هڅې له اسلام‌اباد څخه مسکو ته غځوي .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي روسیې ته ورسېد.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي روسیې ته ورسېد. / Reuters

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي روسیې ته ورسېد. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ وايي تهران کولی شي د ټلیفون له لارې له سپینې ماڼۍ سره خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، داسې مهال روسیې ته ورسېد چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې هڅې له بې برخلیکۍ سره مخ دي. دا سفر په سیمه کې له پراخو ډیپلوماټیکو خوځښتونو او په اسلام‌اباد کې د پلان شویو خبرو له لغوه کېدو وروسته ترسره کېږي.

د ایران دولتي خبري اژانس (ارنا) په ټیلیګرام کې لیکلي: "هغه د دوشنبې په سهار وختي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې او خبرو په موخه مسکو ته ورسېد." د روسیې "تاس" خبري اژانس هم د کرملین د ویاند دمیتري پیسکوف له قوله تایید کړې چې پوتین پلان لري له عراقچي سره وګوري.

عراقچي اسلام‌اباد ته له سفر وروسته عمان ته تللی و. د شنبې په ورځ یې د پاکستان له پوځي مشر عاصم منیر، لومړي وزیر شهباز شریف او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره وکتل او بیا بېرته روسیې ته له تګ وړاندې اسلام‌اباد ته راستون شو.

د دې نښې په توګه چې هڅې روانې دي، د "فارس" خبري اژانس ویلي چې ایران د پاکستان په منځګړیتوب امریکایانو ته "لیکلي پیغامونه" لېږلي دي چې پکې د اټومي مسلو او هرمز تنګي په ګډون خپلې سرې کرښې په ګوته کړې دي. خو فارس زیاته کړې چې دا پیغامونه د رسمي مذاکراتو برخه نه وو.

که څه هم د ایران او امریکا-اسرایل په جګړه کې اوربند تر دې دمه پر ځای پاتې دی، خو اقتصادي ټکانونه یې لا هم په نړیواله کچه احساسېږي. ایران د هرمز تنګی تړلی، چې له امله یې د تېلو، ګازو او کیمیاوي سرې صادرات بند شوي او بیې یې ختلي دي، چې دې چارې په مخ پر ودې هېوادونو کې د خوراکي توکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپیدا کړې دي.

د خبرو اترو هیلې د ویټکوف او کوشنر په پلان شوي سفر پورې تړلې وې، خو ټرمپ دا سفر لغوه کړ او هغه یې "بې ګټې ناسته پاسته" وبلله. د یکشنبې په ورځ ټرمپ امریکايي رسنیو ته وویل چې که ایران خبرې غواړي، "دوی کولی شي موږ ته راشي، یا موږ ته زنګ ووهي، تاسو پوهېږئ، ټلیفون شتون لري، موږ خوندي او ښه لاینونه لرو." کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا د سفر لغوه کول د جګړې د بیا پیل نښه ده؟ ټرمپ وویل: "نه، دا د هغه څه معنی نه لري."

پر ډیپلوماسۍ شکونه د دغو لیدنو کتنو په لړ کې، عراقچي وویل چې ده لا تر اوسه نه دي لیدلي چې "آیا امریکا واقعاً ډیپلوماسۍ ته جدي ده که نه."

د جګړې د پای ته رسولو لپاره فشارونه داسې مهال زیات شوي چې د هرمز تنګی لا هم تړلی دی. د ایران سپاه پاسداران ویلي چې دوی د دې سمندري لارې د بندیز لرې کولو هیڅ نیت نه لري. سپاه پاسداران په خپل رسمي ټیلیګرام چینل کې ویلي: "د هرمز تنګي کنټرول او پر امریکا او په سیمه کې د سپینې ماڼۍ پر ملاتړو د خپل غبرګون د سیوري ساتل، د اسلامي ایران قطعي ستراتیژي ده."

متحده ایالاتو هم د غبرګون په توګه د ایران د بندرونو کلابندي (بلاک) کړې ده. د ایران پوځ په یوې بیانیه کې چې دولتي رسنیو خپره کړې، خبرداری ورکړی چې د امریکا دا "کلابندي، غلا او سمندري غلا" به بې ځوابه پاتې نشي.

وپلټۍ
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.
الشرع وویل چې پر هېواد د لګېدلو سختو بندیزونو له لرې کېدو وروسته سوریه له سره راوزیږیده
ایران د جګړې ، اوربند او د جګړې نه وروسته  د سناریوګانو په اړه د دفاعي چمتوالي امر وکړ.
د غزې په خان او منځنیو برخو د بریدونو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سعودي عربستان ویلي دي چې د حوثیانو بریدونو ته به ډیر سخت ځواب ووايي.
ایران: «له ګاونډیانو، په ځانګړي ډول له تورکیې سره اړیکې په غوښتلي او مناسب کچه کې دي»
په یمن کې حوثیان د سعودي عربستان پر شاه خالد هوایي اډې د لسګونو توغندیو او ډرونو بریدونه کړي
حوثیانو په سعودي عربستان کې ير پوځي اډې د توغندیز او ډرون  بریدونو کولو ادعا کړې ده.
له عراق څخه د سعودي عربستان د تیلو په یوې نللیکې د درون بریدونه شوي
حوثیانو سرې بحیرې مهمې جزیرې ونیولې او د باب المندب سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته:دولتي سرچينې