منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د پیسو نړیوال صندوق مشرې په واشنګټن کې لیدنه وکړه
د سوریې د رسمي خبري اژانس سانا په وینا د سوریې ولسمشر احمد الشرع امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې  د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) مشرې کریسټالینا جورجیوا سره د سوریې د اقتصادي پراختیا د پیاوړتیا لپاره پر احتمالي همکاریو خبرې وکړې.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د پیسو نړیوال صندوق مشرې په واشنګټن کې لیدنه وکړه
د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د پیسو نړیوال صندوق مشرې په واشنګټن کې لیدنه وکړه / AA

د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د پیسو نړیوال صندوق مشرې سره  د سوریې د اقتصادي پراختیا لپاره پر احتمالي همکاریو خبرې وکړې

دواړو لورو د سوریې او د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) ترمنځ د همکارۍ پر احتمالي چوکاټونو خبرې وکړې ترڅو وده پیاوړې او اقتصادي اصلاحات وهڅوي.

د سوریې د رسمي خبري اژانس سانا په وینا د سوریې ولسمشر احمد الشرع امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې  د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) مشرې کریسټالینا جورجیوا سره د سوریې د اقتصادي پراختیا د پیاوړتیا لپاره پر احتمالي همکاریو خبرې وکړې.

الشرع او جورجیوا د یکشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د پیسو د نړیوال صندوق په مرکزي دفتر کې سره وکتل. په دې غونډه کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني هم حضور درلود.

د سوریې د رسمي خبري آژانس (سانا) د راپور له مخې، دواړو لورو "د سوریې او IMF ترمنځ د ودې د پیاوړتیا او د اقتصادي اصلاحاتو د هڅونې لپاره د همکارۍ پر ممکنه چوکاټونو" خبرې وکړې.

الشرع د شنبې په ورځ ناوخته له برازیل څخه واشنګټن ته ورسېد، چیرته چې هغه د اقلیم په COP30 سرمشریزه کې ګډون کړی و. دا لومړی ځل دی چې د سوریې کوم ولسمشر د ملګرو ملتونو د اقلیم په کنفرانس کې ګډون کوي.

تیره سې شنبه، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لاویټ وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ له الشرع سره وګوري، او دا اقدام یې "تاریخي" وباله وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر پر سوریې د بندیزونو د لرې کولو پریکړه وکړه.

تمه کیږي چې ټرمپ او الشرع به پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسلو خبرې وکړي، چې په سر کې یې پر سوریې د امریکا د بندیزونو لرې کول دي.

تیره اونۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس لخوا د "قیصر قانون" د لغوه کولو ملاتړ وکړ، کوم چې پر سوریې بندیزونه لګولي وو.

امریکا ته د الشرع سفر په ۱۹۴۶ کال کې د دغه هیواد له خپلواکۍ راهیسې د سوریې د یوه ولسمشر لومړنی سفر دی.

وپلټۍ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ
د امریکا او سعودي عربستان له بریدونو وروسته د عراق د لومړي وزیر لخوا د بیړنۍ امنیتي غونډې بلنه
په تهران کې په یوه مرکزي سیمه کې د ټرمپ یو انځور ځوړول شوی چې پر سر يي  "انتقام" حتمي دی لیکل شوي دي
عراقچي د عمان او سعودي عربستان  د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر "سیمه ییزو مسایلو" خبرې وکړې
په غزه کې له یوې ودانۍ څخه، د دوو کورنیو ۹۹ مړي راوویستل شول
ایران د هرمز تنګي نه  د ۶ کښتیو د تیریدو مخه ونیوله
"د اسرائیل د اپوزیسیون مشر پر نتانیاهو سختې نیوکې وکړې او د سرتیرو د وژل کیدو مسئول وبایله
ایران خبرداری ورکړ چې  اوکراین به ډېر ژر پوه شي چې ایران هېڅ اقدام بې ځوابه نه پرېږدي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي