نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د جاپان په کوماموتو ولایت کې د پرونۍ ۷.۱ درجې زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ ته لوړ شو. همداشان په دې زلزله کې ۳۱ کسان ټپیان شوي هم دي.
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد

ویل کیږي چې دغه کسان د یو سوداګریز مرکز د یوه پوړ د نړېدو له امله وژل شوي او لا هم امکان لري چې ځینې کسان تر خاورو لاندې بند پاتې وي.

د جاپان د دولتي ټلویزیون NHK د راپور له مخې، د دغه هېواد لومړۍ وزیرې "سانای تاکایچي" د پرونۍ زلزلې په اړه په یوه خبري غونډه کې وویل چې په سویلي ولایت کوماموتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.

د کوماموتو ولایتي ادارې هم خبر ورکړی چې په زلزله کې ۳۱ کسان ټپیان شوي دي.

دغې ۷.۱ درجې زلزلې په ټول ولایت کې د اور لګېدنې، او د سړکونو او پلونو د نړېدو په ګډون پراخ زیانونه اړولي دي.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې  په وینا، دغه زلزله پرون په سیمه ییز وخت د مازیګر په ۴  بجو او ۲۷ دقیقو په "اوکي" او "هیکاوا" سیمو کې شوې وه. د زلزلې مرکز د ځمکې په ۱۰ کیلومترۍ ژوروالي کې ثبت شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په کوماموتو ولایت کې د ۲۰۱۶ کال په اپرېل میاشت کې هم د ۷ درجې یوې زلزلې له امله ۲۷۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.

جاپان چې د زلزلې د خطر له پلوه د نړۍ یو له تر ټولو حساسه هېوادونو څخه دی، د اتشفشانونو او سمندري کندو څخه جوړې شوې "د ارام سمندر د اور په کړۍ"  کې موقعیت لري.

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول