د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د نسل وژنې د پیل راهیسې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۳۲ ته رسېدلی دی.

د غزې حکومت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي: "د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۳۲ تنو ته لوړ شوی دی چې په دې کې د خبریال آدم ابو حربید وژل هم شامل دي."

/ AA

آدم ابو حربید، چې د څو رسنیو سره یې د فوتو ژورنالست په توګه کار کاوه، د غزې په ښار کې د اسرائیلي هوايي برید په ترڅ کې ووژل شو.

د انادولو خبري اژانس د روغتیايي سرچینو له قوله ویلي، چې هغه د خپلې کورنۍ درې نورو غړو سره یو ځای هغه وخت ووژل شو، کله چې د اسرائیلي هیلیکوپټر د الیرموک بازار ته نږدې په یوه خیمه برید وکړ.

د برید په ترڅ کې د هغه مېرمن او ماشومان هم ټپیان شوي دي.

د رسنیو دفتر د اسرائیلو لخوا " خبریالان پر منظم هدف ګرځول" غندلي دي او له نړیوالو او سیمه‌ییزو رسنیو ادارو یې وغوښتل چې خپل غږ پورته کړي.

په بیان کې ویل شوي: "موږ د اسرائیلي اشغال، د امریکا ادارې او د نسل وژنې په دې جرم کې د شریکو هېوادونو لکه بریتانیا، جرمني او فرانسې څخه د دې وحشیانه او ظالمانه جرمونو بشپړه حسابدهي غواړو."

په غزه کې د اسرائیلو بریدونو تر اوسه له ۵۹,۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژلي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

دغه بریدونه د غزې د سیمې زیربناوې ویجاړې کړې، د روغتیايي سیسټم په بشپړه توګه له منځه وړی او پراخه قحطي یې رامنځته کړې ده.

د نړیوالې جزايي محکمې لخوا په نوامبر میاشت کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانټ د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو امر شوی دی.

اسرائیل د غزې په سیمه کې د جګړې له امله د نړیوالې محکمې لخوا د نسل وژنې په قضیه کې هم تورن دی.