سیاست
3 د لوستلو دقیقې
فرانسې او اسپانیا د ملګروملتونو د امنیت شورا د ویتو صلاحیت د محدودولو غوښتنه وکړه
فرانسې او اسپانیا دواړو یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ویټو واک صلاحیت د محدودولو غوښتنه وکړه. نوموړو هیوادونو ویلې یې دي چې دا میکانیزم څو ځله د نړۍ له ګډ عمل څخه د بشري ناورینونو په وړاندې، لکه د فلسطین د غزې د کړکېچ په څېر، مخه نیولې ده.
فرانسې او اسپانیا د ملګروملتونو د امنیت شورا د ویتو صلاحیت د محدودولو غوښتنه وکړه
فرانسې او اسپانیا د ملګروملتونو د امنیت شورا د ویتو صلاحیت د محدودولو غوښتنه وکړه / Reuters

فرانسې او اسپانیې په غزه کې د عدالت د تامین لپاره د ملګرو ملتونو د ویټو  صلاحیت په ساختار کې د  اصلاحاتو غوښتنه وکړه

دواړه هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د بڼسټیزو اصلاحاتو غوښتنه کوي، څو د معاصر جیوپولیټیک وضعیت انعکاس وکړي او د ویټو حق د بشري ناورینونو پر وړاندې د عمل مخه ونه نیسي.

فرانسې او اسپانیا دواړو یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ویټو واک صلاحیت د محدودولو غوښتنه وکړه. نوموړو هیوادونو ویلې یې دي چې دا میکانیزم څو ځله د نړۍ له ګډ عمل څخه د بشري ناورینونو په وړاندې، لکه د فلسطین د غزې د کړکېچ په څېر، مخه نیولې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-نوېل بارو د پنجشنبې په ورځ د پاریس د سولې په فورم کې وویل چې امنیت شورا باید د ننني جیوپولیټیک واقعیت انعکاس وکړي او خپلو پرېکړو ته مشروعیت بېرته ورکړي.

هغه وویل: "موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې د امنیت شورا دوه دايمي څوکۍ افریقا ته ورکړل شي، او جاپان، جرمني او برازیل هم څوکۍ ولري، څو پرېکړې مشروع او عادلانه شي."

بارو زیاته کړه چې فرانسه له کلونو راهیسې له مکسیکو سره په دې هڅه کې ده چې د نسل‌ وژنې او لویو بشري جنایتونو په قضیو کې د ویټو حق محدود کړي — یو ابتکار چې اوس له ۲۰ څخه زیات هېوادونه یې ملاتړ کوي.

هغه وویل: "موږ د غزې په اړه ګډ تعهد ته ونه رسېدو،" او ټینګار یې وکړ چې امنیت شورا باید د نړیوال قانون د ساتنې لپاره "اخلاقي او سیاسي مسوولیت" په غاړه واخلي.

هغه ټینګار وکړ: "له همدې امله موږ د امنیت شورا د اصلاح په پیاوړي ملاتړ ټینګار کوو، څو هغه پرېکړې ازادې کړو چې د ویټو له کبله بندېږي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې بنسټیز بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي."

د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوسې مانوېل البرېس د بارو خبرې تائید کړې او ویې ویل چې د اسپانیې دریځ تل یو شان دی، "که دا په اوکراین، غزه، سوډان یا ساحل کې وي."

هغه وویل: "موږ د نړیوال قانون، د نړیوال بشري قانون، او د ملکي وګړو د ساتنې دفاع کوو."

البرېس د ملګرو ملتونو د نږدې ختیځ د کډوالو د مرستې اداره (UNRWA) یو "نه‌ بدلېدونکی بنسټ" وباله، او زیاته یې کړه: "په منځني ختیځ کې د شپږ میلیونه فلسطینیانو ژوند پرې تکیه لري."

هغه وویل بشري مرسته "باید پرته له خنډه غزې ته ورسېږي" او هغه کسان چې د مرستندویانو پر ضد بریدونه کوي "باید حساب ورکړي."

البارس وویل: "موږ باید په یاد ولرو چې د نړیوالې عدالت محکمې پریکړې په ملګرو ملتونو کې د هرچا لپاره پابند دي، پشمول د اسرائیل دولت."

هغه ټینګار وکړ: " اسرائیلو ته د ویټو حق نه شي ورکول کېدای."

"په ملیونونو ژوند په توازن کې بند پاتې دي"

په عین حال کې، د سره صلیب د نړیوالې کمیټې (ICRC) مشرې، میرجانا سپولجاریک-ایګر، خبرداری ورکړ چې په غزه کې روان بشري عملیات "ډیر پیچلي، حساس او خطرناک" پاتې دي.

هغې وویل: "اوربند باید دوام وکړي، په ملیونونو ژوند په توازن کې بند پاتې دي."

هغې زیاته کړه: "که جګړه بېرته پیل شي، د خلکو د زغملو توان به نور پاتې نه شي."

سپولیارېچ-اېګر خبرداری ورکړ چې په غزه او سوډان کې د نړیوال قانون له پامه غورځول "۴۵۰ وسلوالو ډلو او غیر دولتي لوبغاړو ته دا پیغام ورکوي چې هر څه روا دي"، او زیاته یې کړه چې د هغوی ځواک د نوې ټکنالوژۍ له لارې لا پیاوړی شوی دی.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

وپلټۍ
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې