نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د نړۍ مشرانو د  امریکا لخوا د ایران پر وړاندې په بریدونو کې د ګډون کولو په مختلف غبرګون ښودلی دی.
د نړۍ د مشرانو وروسته له هغې چې امریکا ادعا وکړه چې په ایران کې یې درې اټومي ځایونه په نښه کړي جلا جلا غبرګونونه ښودلي دي. اسرائیلو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه وستایله، ملګرو ملتونو  د کړکېچ کمولو غوښتنه  وکړه، او ځینو هېوادونو بیا دا  بریدونه  وغندل
د نړۍ مشرانو د  امریکا لخوا د ایران پر وړاندې په بریدونو کې د ګډون کولو په مختلف غبرګون ښودلی دی.
/ Reuters

د نړۍ مشرانو د  امریکا لخوا د ایران پر وړاندې په بریدونو کې د ګډون کولو په مختلف غبرګون ښودلی دی.

د نړۍ د مشرانو وروسته له هغې چې امریکا ادعا وکړه چې په ایران کې یې درې اټومي ځایونه په نښه کړي جلا جلا غبرګونونه ښودلي دي. اسرائیلو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه وستایله، ملګرو ملتونو  د کړکېچ کمولو غوښتنه  وکړه، او ځینو هېوادونو بیا دا  بریدونه  وغندل.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش:

زه د متحده ایالتونو لخوا د ایران پر وړاندې د ځواک د کارونې په اړه ژوره اندېښنه لرم. دا په یوه سیمه کې چې لا دمخه په کړکېچ کې ده، یو خطرناک پرمختګ دی – او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.

د دې شخړې د ژر کنټرول څخه د وتلو خطر په زیاتېدو دی – چې د ملکي وګړو، سیمې او نړۍ لپاره به ویجاړونکي پایلې ولري. زه د غړو هېوادونو څخه غوښتنه کوم چې کړکېچ کم کړي او د ملګرو ملتونو د منشور او نورو نړیوالو قوانینو لاندې خپلې ژمنې پوره کړي. په دې خطرناک وخت کې، د ګډوډۍ د کړۍ مخنیوی اړین دی. پوځي حل لاره نشته. یوازینۍ لار د ډیپلوماسۍ ده. یوازینۍ هیله سوله ده.

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو:

مبارک دې وي، ولسمشر ټرمپ. ستاسو زړوره پرېکړه چې د متحده ایالتونو د ځواکمن او عادل ځواک په مرسته د ایران اټومي تاسیسات په نښه شول، تاریخ به بدل کړۍ. په تاریخ  کې به ثبت شي چې ولسمشر ټرمپ د نړۍ تر ټولو خطرناک رژیم ته د نړۍ تر ټولو خطرناک وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیوله.

د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر ایوان ګیل:

وینزویلا د ایران پر وړاندې د متحده ایالتونو پوځي برید غندي او د جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه کوي.

د وینزویلا بولیواري جمهوریت په کلکه او په بشپړ ډول د امریکا د پوځ لخوا د بمبارۍ غندنه کوي، چې د اسرائیلو د غوښتنې په اساس د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي تاسیساتو، په ځانګړې توګه د فردو، نطنز او اصفهان کمپلکسونو په وړاندې ترسره شوې.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت:

وزارت په منځني ختیځ کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د سولې لپاره د ډیپلوماټیکو خبرو اترو عاجله غوښتنه کوي.

د بهرني سیاست د اساسي اصولو او زموږ د هېواد د سولې غوښتونکي دریځ سره سم، موږ یو ځل بیا په سیمه کې د کړکېچ د کمولو غوښتنه کوو. د سیمې د دولتونو ترمنځ د سوله ییزې همغږۍ بیا رغونه تر ټولو لوړ لومړیتوب دی.

د کیوبا ولسمشر میګل دیاز کانل:

موږ د ایران د اټومي تاسیساتو د بمبارۍ په اړه د امریکا برید په کلکه غندو، چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ خطرناک پرمختګ دی.

دغه برید د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه ده او بشریت د نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ کوي.

دا لړۍ به تازه کېږي، ځکه چې د نورو غبرګونونو تمه کېږي.

 

وپلټۍ
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل