منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د واک څخه د لرې کولو  په موخه عربي ګوندونو ته مخه کوي
د ۷۲.۴ سلنه رایو له شمېرلو وروسته اټکل کیږي چې د نتنیاهو ایتلاف به ۵۴ څوکۍ وګټي، په داسې حال کې چې د آیزنکوټ په مشرۍ ایتلاف او عربي ګوندونه په ګډه ۶۶ څوکۍ ترلاسه کولی شي، چې ممکن د یوه حکومت جوړولو لپاره کافي وي.
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د واک څخه د لرې کولو  په موخه عربي ګوندونو ته مخه کوي
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د واک څخه د لرې کولو  په موخه عربي ګوندونو ته مخه کوي

د اسرائیلو د اصلي کیڼ اړخي ګوند مشر یایر ګولان د چهارشنبې په ورځ له خپلو اپوزیسیون متحدینو وغوښتل چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د لیرې کولو لپاره له عربي ګوندونو سره کار وکړي، ځکه چې د ټاکنو قسمي پایلو وښودله چې د واکمن ایتلاف جوړولو لپاره به د دوی ملاتړ خورا مهم وي.

هغه په ایکس (X) پاڼه کې وویل: "موږ باید نور د یهودي او عربي رایو ترمنځ د نتنیاهو نژاد پرستانه ویش ونه منو." هغه زیاته کړه: "موږ یو مسوولیت لرو. او موږ دا فرصت لرو چې د اسرائیلو له عربي اتباعو (فلسطیني اسرائیلیانو) سره په همکارۍ د بدلون یو حکومت جوړ کړو."

د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې، د اسرائیلو په پارلماني ټاکنو کې د ۷۲.۴ سلنه رایو له شمېرلو وروسته، اټکل شوی چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ایتلاف به د (پارلمان) له ۱۲۰ څوکیو څخه ۵۴ څوکۍ وګټي، چې د اکثریت حکومت جوړولو لپاره اوه څوکۍ کمې دي.

د ټایمز اف اسرائیل  ورځپاڼې د مرکزي ټاکنو د کمیټې په حواله لیکلي، چې د ګادي آیزنکوټ په مشرۍ د اپوزیسیون ایتلاف به ۴۸ څوکۍ ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې اټکل کیږي اکثره عربي ګوندونه به ۱۸ څوکۍ وګټي.

تمه نه کیږي چې هیڅ یو لوی ایتلاف به د پارلماني اکثریت لپاره اړینو ۶۱ څوکیو ته ورسیږي. په هرصورت، د آیزنکوټ د ایتلاف او عربي ګوندونو ګډ اټکل شوی شمیر کولی شي له دې حد څخه تیر شي.

اټکل کیږي چې تر ډېره حده عرب 'ګډ لست' (ګوند به ۱۲ څوکۍ وګټي، په داسې حال کې چې د 'متحده عربي لست' رعم  تمه کیږي چې څلور څوکۍ ترلاسه کړي.

د انفرادي ګوندونو په منځ کې، تمه کیږي چې د نتنیاهو 'لیکود' ګوند به د ۲۸ څوکیو په لرلو سره مخکښ وي، او ورپسې د آیزنکوټ 'یاشارګوند د ۲۱ څوکیو په درلودلو سره دویم ځای ولري.

اټکل کیږي چې ډیموکراټان، متحده تورات یهودیت او یسرائیل بیتینو ګوندونه به هر یو اته څوکۍ وګټي، په داسې حال کې چې تمه کیږي شاس او عوتزما یهودیت به هر یو اوه څوکۍ ترلاسه کړي.

اټکل شوی چې مذهبي صهیونیزم ګوند به شپږ څوکۍ وګټي.

پایلې لا هم لنډمهاله (ابتدایي) دي او د رایو د شمېرنې په دوام سره ممکن بدلون ومومي.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
افغانستان ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.
ملګري ملتونه : اسرائیلو په غزه کې د نسل وژنې ترڅنګ په فلسطیني خاوره کې جنګي جنایتونه هم کړي
اوکراین د روسیې په ورونیژ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید وکړ.
د صربستان ولسمشر ولسمشر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله
زیلینسکي  ویلي دي  د امریکا، اوکراین او روسیې درې اړخیزې خبرې به په نوامبر کې ترسره شي .
سي ان ان: که ټرمپ پرېکړه وکړي، امریکایي ځواکونه کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران لوی بریدونه پیل ک
د تورکيې، سعودي عربستان او پاکستاني لوړپوړي چارواکي به د امنیتي خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د ایران جګړې پلانونو په تړاو د 'ملي خیانت' څېړنو غوښتنه وکړه
تورکي دولتونه به د انقرې په سرمشریزه کې له کرنې نیولې تر فضا پورې پر همکاریو تمرکز وکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي وویل چې د جګړې بیا پیلېدل به د ایران دریځ بدل نه کړي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ښايي سبا پر ایران برید وکړي او یا هم یوه لویه هوکړه ورسره وکړي
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي