نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو د استولو پرېکړه کړې ده
وال سټریټ ژورنال: "د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) به منځني ختیځ ته له ۹ زرو څخه تر ۱۰ زرو پورې اضافي سرتېري واستوي." ویل شوي چې امریکا پرېکړه کړې ترڅو منځني ختیځ ته د "USS Theodore Roosevelt" په نوم الوتکې وړونکې بېړۍ واستوي.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو د استولو پرېکړه کړې ده

په اسرائیلو کې خپرېدونکي "i24" ټلویزیون د یوه امریکايي چارواکي له قوله په خپل خبر کې ویلي، چې امریکا به خپله درېیمه الوتکې وړونکې بېړۍ او د سمندري ځواکونو دویمه فرقه منځني ختیځ ته واستوي.

د «یدعوت احرونوت» ورځپاڼې په خبر کې ادعا شوې چې دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو ګواښونو وروسته شوې، چې ویلي یې وو د نوامبر له منځنیو ټاکنو وروسته به پر ایران بیا بریدونه پیل کړي.

«د هیل» (The Hill) ورځپاڼې لیکلي، چې د ټیودور روزولټ (USS Theodore Roosevelt) بېړۍ په سیمه کې د شته بېړیو څخه د یوې د ځای ناستي په توګه د منځني ختیځ په لور روانه شوې ده.

امریکا منځني ختیځ ته شاوخوا ۱۰ زره اضافي سرتېري استوي

هغو امریکايي چارواکو چې په امریکا کې یې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته معلومات ورکړي، هم ویلي چې د امریکا د دفاع وزارت به منځني ختیځ ته له ۹ زرو څخه تر ۱۰ زرو پورې اضافي سرتېري واستوي.

چارواکو څرګنده کړې چې د ټیودور روزولټ الوتکې وړونکې بېړۍ د سپټمبر په ۲۷مه په سان ډیاګو کې له خپل اصلي بندر څخه حرکت کړی او زیاته کړې یې ده چې د «USS Makin Island» امفیبي (د اوبو او وچې) چمتووالي ډله چې د سمندري ځواکونو لېږدونکې درې امفیبي بېړۍ پکې شاملې دي، هم د سپټمبر په ۲۸مه روانه شوې او د نوامبر تر پایه به سیمې ته ورسیږي.

د ټیودور روزولټ بېړۍ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته منځني ختیځ ته استول شوې وه او څه موده وروسته د نوبت بدلولو لپاره بېرته امریکا ته ستنه شوې وه.

اوسمهال امریکا په منځني ختیځ کې د «USS George H.W. Bush» او «USS George Washington» په نومونو دوه الوتکې وړونکې بېړۍ او شاوخوا ۵۰ زره سرتېري لري.

 

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي