د پاکستان او افغانستان ځیني سیمي نثبتآ قوي زلزلې ولړزولې.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې د زلزلې مرکز د هندوکش غرونو سیمه وه او ژوروالی یې د ځمکې لاندې ۱۹۹ کیلومتره وو.

By
پاکستان او افغانستان نثبتآ قوي زلزلې ولړزول. / Reuters

د شنبې په سهار وختي ساعتونو کې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمه کې د رېښتر په کچه د ۵.۵ درجې په شدت سره یوې زلزلې ټکانونه محسوس شول، چې د پاکستان په شمال لوېدیځ خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او پلازمېنې اسلام آباد سربېره، د افغانستان په یو شمېر سیمو کې یې هم ځمکه ولړزوله.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې د زلزلې مرکز د هندوکش غرونو سیمه وه او ژوروالی یې د ځمکې لاندې ۱۹۹ کیلومتره وو.

د شمالي پاکستان اوسېدونکو د لنډو خو د پام وړ ټکانونو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې ورته ټکانونه د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې هم محسوس شوي دي.

د افغانستان طلوع نیوز ټلوېزیون، د راپور له مخې، زلزله د سهار شاوخوا ۷ نیمې بجې  د پلازمېنې کابل په ګډون په څو سیمو کې محسوس شوې ده.

چارواکو ویلي، چې د پولې په دواړو غاړو کې تر اوسه د کومې مرګ ژوبلې یا لوی مالي زیان په اړه سمدستي راپور نه دی ورکړل شوی، خو ارزونې لا هم روانې دي.