تورکیې د خپل پوځ د لا پیاوړي کولو په برخه کې یو بل مهم ګام اوچت کړ.

جرمني د اوږدې مودې ځنډ وروسته د یورو فایټر ټایفون الوتکې پر تورکیې پلور ته منظوري ورکړه. د ویلو ده جرمني د یوې مهمې دفاعي صادراتي معاملې پر وړاندې ستر خنډ لرې کړ.

/ Reuters

جرمني د اوږدې مودې ځنډ وروسته د یورو فایټر ټایفون الوتکې پر تورکیې پلور ته منظوري ورکړه. د ویلو ده جرمني د یوې مهمې دفاعي صادراتي معاملې پر وړاندې ستر خنډ لرې کړ.

د جرمني د حکومت ویاند، سټیفن کورنیلیوس، د چهارشنبې په ورځ په برلین کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د دفاع وزارت د تورکیې حکومت ته یوه لیکلې تاییدیه استولې چې د صادراتو منظوري پکې تایید شوې ده."

دا منظوري یوازې څو ساعته وروسته له هغې ورکړل شوه چې د تورکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر او د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي په استانبول کې د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ، چې د انقرې لپاره د ۴۰ یورو فایټر ټایفون الوتکو د ترلاسه کولو پلان کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

دغه تړون د ۱۷م نړیوال دفاعي صنعت نندارتون (IDEF) په څنډه کې چې په استانبول کې جوړ شوی دی لاسلیک شو . د بریتانیا د دفاع وزارت له خوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  دا به د ناټو دواړو متحدینو ته د څو میلیارد ډالري صادراتي معاملې د بشپړولو لپاره "یو مهم ګام" وي.

سټارمر د تړون ستاینه وکړه

د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د دې اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل: "دا تړون به زموږ د مهم دفاعي صنعت ملاتړ وکړي، زموږ د بدلون  پلان به  پوره کړي او په دې ناڅرګندو وختونو کې موږ او زموږ متحدین به خوندي وساتي."

دغه تفاهم لیک نه یوازې د تورکیې لپاره د پرمختللو الوتکو د ترلاسه کولو امکان وړاندې کوي  چې په ګډه د بریتانیا، جرمني، ایټالیا او هسپانیا لخوا تولیدېږي  بلکې د ناټو د ګډې دفاعي دریځ او صنعتي دفاعي همکار هم  پیاوړي کوي.

د بریتانیا د دفاع وزیر هیلي زیاته کړه چې دا پلور به "په بریتانیا کې زرګونه دندې خوندي کړي" او له انقرې سره به ستراتیژیکې دفاعي اړیکې ژورې کړي.

د بریتانیا د حکومت په وینا، دا به د ۲۰۱۷ کال راهیسې د لندن لخوا د یورو فایټر لومړنی صادراتي تړون وي.

د شکونو پای

په ورته وخت کې، د جرمني منظوري به  د دې معاملې په اړه خنډ او اوږد ځنډ پای ته ورسوه، چې په عمده توګه د برلین لخوا ځنډول شوې وه.

اوس چې د یورو فایټر ټولو څلورو شریکو هېوادونو د پلور ملاتړ کړی، د سپارلو د شرایطو په اړه رسمي خبرې اترې تمه کېږي چې په راتلونکو اونیو کې ګړندۍ شي.

دا اقدام د بریتانیا او تورکیې ترمنځ په ستراتیژیک او صنعتي لحاظ د اړیکو د نوي پړاو نښه ده، ځکه چې دواړه هېوادونه د ناټو دننه او له هغې بهر اړیکې پیاوړې کوي.