نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
اوکراین ویلي دي چې  روسیې پر اوکراین په 'سلګونو' ډرونونو او توغندیو بریدونه وکړل
اوکراین ویلي، چې روسیې د شپې لخوا پر دغه هېواد په "سلګونو" ډرونونو او توغندیو بریدونه کړي، چې لږ تر لږه ۱۰ کسان په کې ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې ګاونډي هېواد پولنډ د خپل هوايي حریم د خوندي کولو لپاره خپلې جنګي الوتکې هوا ته پورته کړې دي.
اوکراین ویلي دي چې  روسیې پر اوکراین په 'سلګونو' ډرونونو او توغندیو بریدونه وکړل
اوکراین ویلي دي چې  روسیې پر اوکراین په 'سلګونو' ډرونونو او توغندیو بریدونه وکړل / Reuters

اوکراین ویلي دي چې  روسیې پر اوکراین په 'سلګونو' ډرونونو او توغندیو بریدونه وکړل

دا بریدونه وروسته له هغه شوي، چې روسیې ناټو ته د خپل نظامي اتحاد هوايي حریم ته د ادعا شویو تېریو په غبرګون کې د سختو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړی و.

اوکراین ویلي، چې روسیې د شپې لخوا پر دغه هېواد په "سلګونو" ډرونونو او توغندیو بریدونه کړي، چې لږ تر لږه ۱۰ کسان په کې ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې ګاونډي هېواد پولنډ د خپل هوايي حریم د خوندي کولو لپاره خپلې جنګي الوتکې هوا ته پورته کړې دي.

دا بریدونه وروسته له هغه شوي، چې روسیې ناټو ته د دغه پوځي اتحاد تر پوښښ لاندې هوايي حریم ته د ادعا شویو تېریو په غبرګون کې له سختو اقداماتو څخه د ډډه کولو خبرداری ورکړی و.

دا بریدونه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له هغو څرګندونو وروسته هم شوي، چې ویلي یې وو کیف له اسرائیل څخه د امریکا ساخت پېټریوټ هوايي دفاعي سیسټم ترلاسه کړی، ترڅو د روسیې د بریدونو پر وړاندې یې وکاروي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، اندري سیبیګا، د یکشنبې په ورځ پر X (پخواني ټوېټر) ولیکل: "روسیې یو ځل بیا د اوکراین پر ښارونو پراخ هوايي برید وکړ، په داسې حال کې چې خلک ویده وو."

هغه وویل: "یو ځل بیا په سلګونو ډرونونه او توغندي، چې په استوګنېزو ودانیو  ویجاړوونکي بریدونه کړي او ملکي وګړو ته  مرګ ژوبله اړوي."

هغه د یوې څو پوړیزې ودانۍ له کړکیو څخه د اور د لمبو د راوتلو ویډیو خپره کړه، چې د سیبیګا په وینا د دغه برید له امله رامنځته شوې وه.

'پراخ' برید

د کیف ښاروال، ویتالي کلیچکو، پر ټیلیګرام ویلي چې د اوکراین پلازمېنه تر "پراخ" برید لاندې ده او له خلکو یې وغوښتل چې په پناه ځایونو کې پاتې شي.

هغه وویل، "د دښمن د برید په پایله کې" لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان شوي، چې پنځه یې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د یوه یې په سیمه کې درملنه شوې.

د سوېل ختیځ زاپوریژیا سیمې والي ویلي، چې هلته د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر مشر، اندري یرماک، پر مسکو تور ولګاوه چې "د ملکي وګړو پر وړاندې جګړه" کوي.

یرماک وویل: "د دې کړنو ځواب به ورکړل شي. خو د روسیې پر وړاندې باید د لوېدیځ اقتصادي ګوزارونه هم لا پیاوړي شي."

د پولنډ وسله والو ځواکونو پر X لیکلي، چې د اوکراین په ځواب کې یې په خپل هوايي حریم کې جنګي الوتکې هوا ته پورته کړې او خپل ځمکني هوايي دفاعي سیسټمونه یې د چمتووالي په لوړه کچه کې راوستي دي.

دغو ځواکونو ویلي، چې دا اقدامات مخنیوي او د پولنډ د هوايي حریم د خوندي کولو او د خلکو، په ځانګړې توګه اوکراین ته نږدې سیمو کې د اوسېدونکو د ساتنې په موخه وو.

'دوی به پښېمانه شي'

په وروستیو اوونیو کې، څو اروپايي هېوادونو پر روسیې تور لګولی چې د ډرونونو او جنګي الوتکو په واسطه یې د دوی له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې، کوم چې ناټو د خپل هوډ ازموینه بللې ده.

روسیې دا تورونه رد کړي چې ګواکې د دې تېریو مسؤوله ده یا پر کوم ناټو غړي هېواد د برید پلان لري.

د مسکو د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې وویل: "زما پر هېواد هر ډول تېري ته به پرېکنده ځواب ورکړل شي."

لاوروف وروسته خبریالانو ته وویل: "که کوم هېواد د روسیې په هوايي حریم کې دننه شيان راوغورځوي، هغوی به ډېر سخت پښېمانه شي."

زلنسکي له نیویارک څخه، چېرته چې هغه هم ملګرو ملتونو ته وینا کړې وه، له راستنېدو وروسته خبریالانو ته وویل: "د اسراییل (پېټریوټ) سیسټم په اوکراین کې فعال دی" او زیاته یې کړه چې کیف به د روان مني په موسم کې دوه نور هم ترلاسه کړي.

که څه هم اسراییل په لومړي سر کې په شخړه کې بې طرفه و، خو له مسکو سره یې اړیکې وروسته له هغه سړې شوې چې روسیه ایران ته نږدې شوه او په غزه کې یې د اسراییل جګړه وغندله.

کیف او مسکو د شنبې په ورځ دا هم وویل، چې د روسیې تر اشغال لاندې د زاپوریژیا اټومي بټۍ – چې د اروپا تر ټولو لویه ده – له څلورو ورځو راهیسې له برېښنا شبکې څخه پرې شوې، چې د احتمالي اټومي پېښې وېره یې زیاته کړې ده.

 

وپلټۍ
د نیپال او چین د سیلابونو له امله د مړو شمېر له ۱۳۰۰ څخه اوښتی او زرګونه کسان لا هم ورک دي
د بریتانیا حکومت پر لایپزیگ هوایي ډګر برید له امله روسي استازی احضار کړ
د امریکا د استازو جرګې د هغو پوهنتونونو لپاره د بندیزونو لایحه تصویب کړه چې پر اسرائیلو بایکاټ لګوي
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
ټرمپ: "که زه د امریکا ولسمشر نه وای، اسرائیل به له منځه تللی وای."
د روسیې له خوا د انګلستان پر پوځي اډو د حملې ګواښ
د ایران بریدونو په منځني ختیځ کې د امریکا استخباراتي تاسیساتو ته پراخ زیان اړولی دی
د روسیې په کراسنودار سیمه کې د تېلو د تصفیې په یوه فابریکه کې د ډرون برید وروسته اور رامنځته شو
یوه ۱۰۱ کلنه ښځه د مخدره توکو د قاچاق په تور ونیول شوه
د روسي شرکت اوزون پر درې بېلا بېلا زېرمتونونو باندې د بې پیلوټه الوتکو حملې ترسره شوې
د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټریش په کیف او نورو اوکرایني ښارونو د روسیې بریدونه په کلکه وغندل