د تورکیې د ملی استخباراتو مشر د غزې د اوربند په اړه له حماس پلاوي سره وکتل
د تورکیې د استخباراتو مشر ابراهیم قالن په استانبول کې د فلسطین د مقاومتي ډلې حماس له یوه پلاوي سره د غزې د اوربند پر هوکړې د خبرو لپاره وکتل.
د تورکیې د ملی استخباراتو مشر د غزې د اوربند په اړه له حماس پلاوي سره وکتل
په استانبول کې د غزې د اوربند هوکړې د یوې برخې په توګه د ترسره شویو خبرو پر مهال، حماس پلاوي ویلي چې دوی د اوربند شرایطو ته ژمن دي او د اسرائیلو د سرغړونو په اړه یې معلومات ورکړي دي.
د تورکیې د استخباراتو مشر ابراهیم قالن په استانبول کې د فلسطین د مقاومتي ډلې حماس له یوه پلاوي سره د غزې د اوربند پر هوکړې د خبرو لپاره وکتل.
د شنبې په ورځ د دغه پلاوي مشري د حماس د سیاسي دفتر غړي او د مذاکراتي ټیم مشر خلیل الحیه کوله.
د دې لیدنې پر مهال، حماس پلاوي وویل چې دوی د اوربند شرایطو ته ژمن دي او د اسرائیلو د سرغړونو په اړه یې معلومات ورکړل.
په خبرو کې همداراز د تضمین کوونکي هېواد په توګه د تورکیې پر هغو پراخو هڅو هم تمرکز وشو چې غزه کې د اوربند پلي کېدل ډاډمن او د اسرائیلو د سرغړونو مخه ونیول شي.
دواړو لورو د غزې د سولې پلان دویم پړاو ته د تګ لپاره پر اړینو شرایطو او د شته ننګونو د هواري پر لارو چارو خبرې وکړې.
په دې ناسته کې غزې ته د تورکیې د بشري مرستو په اړه معلومات ورکړل شول او له سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره پر روانو هڅو خبرې وشوې، ترڅو د لا زیاتو مرستو، په ځانګړې توګه د خیمو، د ننوتلو بهیر ډاډمن شي.
دواړو پلاوو د فلسطین ملي پخلاینې او د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو هدف ته خپله ژمنتیا بیا تازه کړه.
فلسطینیانو پر اسرائیل تور لګولی چې د اکتوبر په ۱۰مه لاسلیک شوې د اوربند هوکړه یې په پرله پسې ډول تر پښو لاندې کړې، هغه هوکړه چې یو دوه کلن جنګ یې درولی و او له امله یې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې نږدې ۷۰،۷۰۰ کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او تر ۱۷۱،۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له اوربند راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۹۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۸۸ نور ټپیان شوي دي.