تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې پارلمان د اسرائیلو لخوا په غزه کې روانه نسل وژنه او پر ایران بریدونه وغندل
د چهارشنبې په ورځ په رسمي جریده کې خپره شوې اعلامیه کې، د پارلمان غړو ویلي چې د اسرائیلو رژیم د اشغال، سیستماتیک تاوتریخوالي او په غزه کې د وروستیو بمباریو له لارې چې زرګونه کسان یې وژلي، د بشریت پر وړاندې جرمونه ترسره کړي دي.
تورکیې پارلمان د اسرائیلو لخوا په غزه کې روانه نسل وژنه او پر ایران بریدونه وغندل
/ AA

د تورکیې پارلمان د رایو په اکثریت سره  هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د اسرائیلو لخوا په غزه کې روان نسل وژنه، د سیمې په کچه اقدامات او پر ایران بریدونه غندي.

د چهارشنبې په ورځ په رسمي جریده کې خپره شوې اعلامیه کې، د پارلمان غړو ویلي چې د اسرائیلو رژیم د اشغال، سیستماتیک تاوتریخوالي او په غزه کې د وروستیو بمباریو له لارې چې زرګونه کسان یې وژلي، د بشریت پر وړاندې جرمونه ترسره کړي دي.

دوی د ایران پر وړاندې د اسرائیلو بریدونه هم وغندل او دا یې " پارونکي او ګواښونکي" وبلل، خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړنې پراخه سیمه ییزې جګړې لامل کیږي.

په پرېکړه لیک کې راغلي: "موږ په کلکه د ایران پر وړاندې د اسرائیلو بریدونه او په غزه کې د خلکو پر وړاندې ترسره شوې نسل وژنه غندو."

د تورکیې ملي شورا وویل چې دوی به د سیمې د "بې ګناه خلکو" حقونو نه دفاع او د ډیپلوماسۍ له لارې د دوامدارې سولې د جوړولو هڅو ملاتړ به وکړي.

د تورکیې پارلمان له نړیوالو بنسټونو او حکومتونو وغوښتل چې خپل چوپتیا پای ته ورسوي او د "قانوني او ډیپلوماتیک مسؤلیت" اخیستلو لپاره ګامونه پورته کړي.

دغه پرېکړه لیک چې د جون په ۱۷مه نېټه د ملي شورا عمومي غونډې  ته وړاندې شوی، څرګندوي چې تورکیه به د منځني ختیځ لپاره د سولې، ثبات او عدالت د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

وپلټۍ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
ایران له نویو بریدونو وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ: یوازې تهران به د هرمز تنګي برخلیک ټاکي
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
تورکیه او برتانیا په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي