ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې ملي اوږد واټن هوايي دفاعي سیستم "سیپر" توغندیو وروستی ازمایښت په بشپړ بریالیتوب سرته ورسید
د تورکیې د دفاعي صنایع د ادارې رئیس هالوک ګورګون وویل چې د تورکیې په کور دننه ډیزاین او تولید شوی اوږد واټن هوايي دفاعي سیسټم "سیپر" توغندی په بریالیتوب سره د تسلسلي تولید د منلو ازموینې بشپړې کړې دي.
تورکیې ملي اوږد واټن هوايي دفاعي سیستم "سیپر" توغندیو  وروستی ازمایښت په بشپړ بریالیتوب سرته ورسید
/ AA

د تورکیې ځايي او ملي اوږد واټن هوايي دفاعي سیستم "سیپر" توغندیو خپل وروستی ازمایښت په بشپړ بریالیتوب سره سرته ورسو.

د تورکیې د دفاعي صنایع د ادارې رئیس هالوک ګورګون وویل چې د تورکیې په کور دننه ډیزاین او تولید شوی اوږد واټن هوايي دفاعي سیسټم "سیپر" توغندی په بریالیتوب سره د تسلسلي تولید د منلو ازموینې بشپړې کړې دي.

هالوک ګورګون په "NeXT Sosyal" پلیټ فارم کې په خپور کړي بیان کې وویل چې ،  "سیپر، چې د لوړ ارتفاع هوايي دفاعي ماموریتونه ترسره کوي، د بریالیو ازموینو سره په موجوده وسایلو کې خپل ځای نور هم پیاوړی کړی دی. دا پرمختګ د تورکیې د څو پوړیزې هوايي دفاعي جوړښت لپاره یو مهم پړاو دی."

هغه زیاته کړه چې د "فولادي ګنبد" سیسټم، چې د ټیټ، منځني او لوړ ارتفاع لپاره د ملي حل لارو سره جوړ شوی، هره ورځ لا پیاوړی کېږي.

ګورګون وویل: "سیپر د خپل واټن، دقت او د مختلفو هدفونو پر وړاندې د اغېزمنتیا له امله د هیواد د اسمان  یو له تر ټولو ستراتیژیکو امنیتي ډالونو څخه ګرځي."

هغه زیاته کړه چې د دوی هدف دا دی چې یو بشپړ کورنی او ملي هوايي دفاعي شبکه رامنځته کړي چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې هېڅ تشه پرېنږدي.

ګورګون وویل: "موږ په دې لاره کې د خپلو انجنیرانو د هڅو، د خپلو ادارو د همکارۍ او د خپل ملت د ملاتړ په مرسته په ډیره چټکه توګه او قوي ارادې سره پرمختګ کوو."

" د هیواد اسمان  اوس لا خوندي دی. تورکیه لا زیات مخنیوی کوونکی هېواد دی. راتلونکی لا خوندي لاسونو امانت دی،"

د سیپر اوږد واټن هوايي دفاعي سیسټم د تورکیې د څو پوړیزې "فولادي ګنبد" هوايي دفاعي نوښت یوه برخه ده، چې د ډرون ضد او د لوړ ارتفاع سیسټمونه پکې شامل دي.

وپلټۍ
د ګوګل کارمندان: مصنوعي ځرکتیا د پنټاګون له محرمو چارو باید لرې وساتل شي
د ډیجیټل وسلو په سیوري کې: مصنوعي ځیرکتیا یوازې ستاسو دندې نه، بلکې ستاسو وجود په نښه کوي
ولې د تورکیې "کآن" (KAAN) جنګي الوتکه کولی شي په اسیا کې د هوايي ځواک معادله بدله کړي؟
د تورکیې او ایټالیا د بې پیلوټه الوتکو  ملګرتیا د تولید لومړي پړاو ته نږدې شوې ده
د تورکیې قزل‌ایلما جنګي بې پیلوټه الوتکې د اسلسان نوی برېښنايي ډال ترلاسه کړ
د تورکیې بې پیلوټه جټ الوتکې قزل ایلما یو ډیر مهم ازمایښت په بریالیتوب سرته ورسو
روسیې د  فضايي ادارې په وینا،د سویوز فضايي بیړۍ د روسي  او امریکایي ستورمزلو سره فضا ته الوتنه وکړه
تورکي شرکتونو د فولادي ګنبد دفاعي سیسټم د ملاتړ لپاره د ۶.۵ ملیارد ډالرو قراردادونه لاسلیک کړل
تورکي دفاعي شرکتونه په طبیعي پیښو کې د کارونې لپاره ژوند ژغورونکي ډرونونه جوړوي
د تورکیې "قزل ایلما" بې پیلوټه جنګۍ الوتکې په مجازي ازموینه کې F-16 وویشتله
د معلوماتو پر سر د ټیکنالوژۍ د سترو شرکتونو کنټرول ډیموکراسۍ ته "جدي ګواښ" پېښوي: هالنډۍ رسنۍ
چینايي ستورمزلو مځکې ته د راستنیدو ماموریت وځنډید
له توکیو څخه تر نیویارک پورې په ۶۰ دقیقو کې د سفر امکان
تورکیه د دفاعي صنعت په برخه په ډاډمندو ګامونو د خپلواکۍ او ځان بسیاینې په لور روانه ده.
د تورکیې کورني پرمختللي  "الټای" جنګي ټانکونه د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شول.
ګوګل په هند کې د ۱۵ میلیارده ډالرو پانګه ونې سره د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتو مرکز جوړوي
د امریکا قانون جوړونکي پر چین د چپ جوړولو د وسایلو پر پلور د پراخو بندیزونو غوښتنه کوي
د ټکنوفیست په فیستیوال کې ګډون کوونکي د تورکیې د فولادي ګمبد هوايي دفاعي سیستم د نږدې نه لیدنه کوي
د تورکیې د ټیکنالوژۍ مخکښ فیسټیوال ټکنوفیسټ په استانبول کې پیل شو
تورکیې د خپل نوي اصلي جګړه ییز ټانک "التای" د پراخ تولید پروسه په انقره کې رسمآ پیل کړه.