دغو دواړو شرکتونو د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې دغه خبر تایید کړ.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پروګرام به د طبیعي ګازو هغه نللیکه و ارزوي چې د پاکستان له لوېدیځې پولې څخه ننوځي او د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې د عرب سمندرګي پر غاړه تر ګوادر بندر پورې غځېږي.
اعلامیه زیاتوي چې په دې پروژه کې به د پاکستان ختیځې پولې ته د نللیکې پر احتمالي غځولو، د مایع طبیعي ګازو (LNG) پر تاسیساتو، د ګازو پر پروسس او زېرمه کولو او د صادراتو پر ټرمینلونو هم غور وشي.
دا پروګرام همداراز د افغانستان پر پوله د پاکستان له چمن سیمې څخه د پاکستان له خاورې تېرېدونکې او د هند پولې ته نږدې تر «فاضلکا» (Fazilka) پورې د یوې بلې نللیکې د غځولو طرحه هم په پام کې لري. ډېلټا انرژي دا لاره یوه «اصلي ستراتیژیکه ژمنه» بللې، چې د پاکستاني او هندي چارواکو رسمي همکارۍ او هوکړو ته اړتیا لري.
پاکستان ته د ګازو د لېږد نورې پلان شوې نللیکې له کلونو راهیسې له ځنډ سره مخ دي.
ډېلټا انرژي د افغانستان د «کشک» ګازو حوزه او د افغانستان نورې طبیعي سرچینې د ګازو د احتمالي سرچینو په ګوته کړې دي. دغه شرکت ویلي چې دا پروګرام د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (ټاپي) له پروژې څخه جلا دی او پر ترکمنستان پورې تړلی نه دی.
دا هوکړه یوازې د پروژو د ارزونې لپاره یو چوکاټ برابروي او د پانګونې وروستۍ پرېکړه یا د هغو د تمویل او جوړولو ژمنه نه ګڼل کېږي.






















