منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د ایران دولتي تلویزیون: د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د ترامپ له ځانګړو استازو ویتکوف او کوشنر سره وکتل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترامپ ځانګړو استازو سټیو ویتکوف او جیرډ کوشنر «د امریکايي چارواکو د دوامداره او جدي غوښتنې پر بنسټ» په نیویارک کې لیدلي دي.
د ایران دولتي تلویزیون: د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د ترامپ له ځانګړو استازو ویتکوف او کوشنر سره وکتل
عباس عراقچي

عراقچي په دغې کتنه کې د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ایران شرایط امريکې ته وړاندې کړل.

د ایران دولتي تلویزیون تایید کړه چې د د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو  په عمومي اسامبله کې د ګډون په موخه په نیویارک کې د خپل شتون پر مهال د ترامپ له سلاکارانو ویتکوف او کوشنر سره خبرې اترې کړې دي.

په دې غونډه کې، چې ویل کېږي «د امریکايي لوري په ټینګار» ترسره شوې، عراقچي د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د تهران اډانه او ځانګړي شرایط واشنګټن ته وسپارل.

د ایران لخوا په وړاندې شوو شرایطو کې د امریکا لخوا د لګول شوي سمندري حصار او بندیز سمدستي لرې کول، د ایران د ټولو کنګل شوو شتمنیو خلاصول، او د «مقاومت جبهې» په ټولو سیمو او ساحو کې د جګړې سمدستي پای ته رسول شامل دي.

په نیویارک کې دا غونډه د تهران او واشنګټن ترمنځ په جون میاشت کې په پاکستان کې تر لاسلیک شوي توافق وروسته د نویو رامنځته شوو نښتو له پیله راهیسې لومړنۍ لوړپوړې او مخامخ لیدنه ګڼل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترامپ مخکې ویلي وو چې امریکايي چارواکو په نیویارک کې د ایران له پلاوي سره کابو درې ساعته خبرې کړې دي او زیاته یې کړه چې دغه لیدنه «خورا ښه ترسره شوه».

 

وپلټۍ
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
ایران ویلي دي چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د ایران پر ضد په جګړه کې د اروپا د ګډون اعتراف دی.
نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د وینا د پیلولو سره تقريباً۷۰ هیوادونو استازي له تالاره ووتل.
ایران پر انګلستان د اسرائیلو د ترهګر رژیم په تاسیسولو کې د رول له امله نیوکه وکړه
امریکا استخبارات : چین د هغو معلوماتو په برابرولو سره چې ایران ته یې ورکړي،د دې هېواد وړتیا لوړه کړې
ایران ګواښ وکړ که د امریکا بریدونه دوام ومومي، نښته به تر هندي سمندرګي پورې پراخه کړو»
د «غزې سولې شورا» به لږ تر لږه ۶ میاشتنی او د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو بیا رغونې پلان اعلان کړي
اسرائیلو په خان یونس کې د ملکي وګړو په یو موټر برید وکړ
الشرع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې دمخه په امریکا کې له سوري ټولنې سره لیدنه وکړه
ایران : که امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ۷ ورځو په دننه  کې به د هرمز تنګی پرانیزو»