په وینزویلا کې د امریکا په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي
د نیویارک ټایمز له خوا د یوه خپاره شوي راپور له مخې، په وینزویلا کې د ولسمشر نیکولاس مادورو د "تښتولو" په موخه د امریکا په یوه پوځي برید کې د ملکي وګړو او سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
په وینزویلا کې د امریکا په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي
یوه جګپوړي وینزویلايي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي چې د ولسمشر نیکولاس مادورو په نښه کولو لپاره د امریکا په عملیاتو کې ملکي وګړي او سرتېري وژل شوي دي.
د نیویارک ټایمز له خوا د یوه خپاره شوي راپور له مخې، په وینزویلا کې د ولسمشر نیکولاس مادورو د "تښتولو" په موخه د امریکا په یوه پوځي برید کې د ملکي وګړو او سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
راپور د یوه جګپوړي وینزویلايي چارواکي په حواله چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، ویلي: "په دغه برید کې د ملکي وګړو او سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي."
امریکايي چارواکو دغې ورځپاڼې ته ویلي چې په دغه برید کې د ځمکنیو ځواکونو له ځای پر ځای کېدو مخکې، د وینزویلا د هوايي دفاعي سیستمونو د له کاره غورځولو په موخه پراخ هوايي عملیات شامل وو.
راپور د امریکايي چارواکو په حواله ویلي: "له ۱۵۰ څخه زیاتې امریکايي الوتکې د هوايي دفاعي سیستمونو د له منځه وړلو لپاره استول شوې وې، ترڅو پوځي هلیکوپترې وکولای شي هغه ځواکونه ورسوي چې د مادورو پر مرکز یې برید وکړ."
د سپینې ماڼۍ یا پنټاګون له خوا د مرګ ژوبلې د شمېرو یا د عملیاتو د بشپړې کچې په اړه سمدستي کوم عام تایید نه دی شوی.
امریکايي ځواکونو د شنبې په سهار وختي مادورو او د هغه مېرمن، سیلیا فلورېس، ونیول او له وینزویلا څخه یې بهر یوړل، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا "د شپې ډراماټیک عملیات" وبلل.
ټرمپ وویل چې متحده ایالات به تر هغه وخته وینزویلا اداره کړي تر څو چې یو "خوندي، مناسب او مدبرانه لېږد" تامین شوی نه وي.
د نیویارک په جنوبي حوزه کې فدرالي څارنوالانو د شنبې په سهار یو تورن-لیک افشا کړ، چې په کې یې مادورو او فلورېس د نورو ادعا شویو جرمونو ترڅنګ، متحده ایالاتو ته د "ټنونو کوکاینو" په قاچاق تورن کړي دي.
نیوکه کوونکو خبرداری ورکړی چې دا بریدونه له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده، کانګرس له پامه غورځوي او په ټوله وینزویلا او پراخه سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ خطر رامنځته کوي.