تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د عامه اړیکو مشر د اسرائيلو اشغال او د فلسطینیانو وژنه وغندله
برهان الدین دوران په غزه کې د اسرائيلو د نسل وژنې د دوو کلونو د بشپړیدو له امله نړیوالې ټولنې ته د عدالت د سقوط او د بشري بحران د ژورېدو په اړه خبرداری ورکړ.
د تورکیې د عامه اړیکو مشر د اسرائيلو اشغال او د فلسطینیانو وژنه وغندله
د تورکیې د عامه اړیکو مشر د اسرائيلو اشغال او د فلسطینیانو وژنه وغندله / Anadolu Agency

'سیستماتیک نسل وژنه': د تورکیې د عامه اړیکو مشر د اسرائيلو اشغال او د فلسطینیانو وژنه وغندله

برهان الدین دوران په غزه کې د اسرائيلو د نسل وژنې د دوو کلونو د بشپړیدو له امله نړیوالې ټولنې ته د عدالت د سقوط او د بشري بحران د ژورېدو په اړه خبرداری ورکړ.

د تورکیې د عامه اړیکو رئیس برهان‌الدین دوران د سې ‌شنبې په ورځ د غزې په اړه د اسرائيلو کړنې د سیستماتیک نسل‌ وژنې او اشغال په توګه وغندلې، چې د بریدونو دوه کاله يي بشپړ شول . د ویلو ده چې پدې بریدونو کې له ۶۷،۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

د تورکیې د ټولنیزې شبکې ائن سوسيال (NSosyal) په یوه پوسټ کې دوران وویل چې وضعیت "یوازې د فلسطینیانو غم نه دی، بلکې د شرم یو ریکارډ دی چې نړیوال نظم، د قانون واک، او بنسټیز انساني ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راولي. د نړیوالې ټولنې چوپتیا یو ځل بیا د عدالت د میکانیزمونو ناکامي ښکاره کړې ده."

دوران وویل چې د سې ‌شنبې ورځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې نیټې دوه کاله پوره کېږي، هغه ورځ چې اسرائيلو پر غزه بریدونه پیل کړل، کوم چې هغه د نسل وژنې د دوامداره کمپاین یوه برخه وبلله.

هغه زیاته کړه: "بمبارۍ، محاصرې او سیستماتیکه ویجاړۍ د لسګونو زره ملکیانو ژوند اخیستی، په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د نړۍ د سترګو په مخ کې، یو قوم له خپلې ځمکې او تر ټولو بنسټیزو حقونو بې برخې شوی. هغه څه چې په غزه کې پېښیږي، یوازې 'شخړه' نه ده — دا قصدي، سیستماتیک نسل‌ وژنه او اشغال دی."

هغه ټینګار وکړ چې تورکیه په پرله‌پسې توګه د دغو کړنو پر وړاندې غږ پورته کړی او د مظلومانو ترڅنګ ولاړ ده.

دوران وویل: "د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ، موږ په دواړو دیپلوماتیکو او بشري برخو کې دغه دریځ ساتو. دا مبارزه به تر هغه دوام وکړي چې د فلسطینیانو غږ واورېدلی شي او عدالت پلی شي."

دوران یوه ویډیو هم شریکه کړه چې عنوان یې "نه ختمیدونکی نسل‌ وژنه: غزه" دی، او په سیمه کې روان بشري بحران ته اشاره کوي.

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي