نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په ۲۰۲۵ کال کې په اروپایي ټولنه کې د کډوالو شمېر د ریکارډ په کچه ۶۴.۲ میلیونو ته لوړ شو
په ۲۰۲۵ کال کې په اروپایي ټولنه کې د کډوالو شمېر د ریکارډ په کچه ۶۴.۲ میلیونو ته لوړ شو پداسې حال کې چې دغه شمېره په ۲۰۱۰ کال کې ۴۰ میلیونه وه.
په ۲۰۲۵ کال کې په اروپایي ټولنه کې د کډوالو شمېر د ریکارډ په کچه ۶۴.۲ میلیونو ته لوړ شو
په ۲۰۲۵ کال کې په اروپایي ټولنه کې د کډوالو شمېر د ریکارډ په کچه ۶۴.۲ میلیونو ته لوړ شو / Reuters

جرمني په دغه بلاک کې په بهر کې د زېږېدلو خلکو تر ټولو لوی کوربه هېواد پاتې شوی چې نږدې ۱۸ میلیونه کډوال پکې مېشت دي او ۷۲ سلنه یې د کار کولو په عمر برابر دي؛ په داسې حال کې چې اسپانیا په وروستیو کې تر ټولو چټکه وده ثبت کړې ده.

په برلین کې د کډوالۍ په اړه د څېړنې او تحلیل مرکز (RFBerlin) لخوا د چهارشنبې په ورځ په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په اروپایي ټولنه کې د میشتو کډوالو شمېر د ریکارډ په کچه ۶۴.۲ میلیونو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله پکې شاوخوا ۲.۱ میلیونه زیاتوالی راغلی دی.

دغه راپور د 'یورو سټاټ' (Eurostat) او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو په حواله ویلي چې دغه شمېره په ۲۰۱۰ کال کې ۴۰ میلیونه وه.

جرمني په دغه بلاک کې په بهر کې د زېږېدلو خلکو تر ټولو لوی کوربه هېواد پاتې شوی چې نږدې ۱۸ میلیونه کډوال پکې مېشت دي او ۷۲ سلنه یې د کار په عمر برابر دي. له بلې خوا اسپانیا په وروستیو کې تر ټولو چټکه وده کړې او شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ نور کډوال ور زیات شوي چې هلته یې د بهرنیو وګړو شمېر ۹.۵ میلیونو ته رسولی دی.

د راپور یو تن لیکوال، توماسو فراټیني وویل: "جرمني په اروپا کې د کډوالو لپاره اصلي مقصد پاتې شوی؛ که د ټول شمېر له مخې وي او که تر ډېره حده د خپل نفوس په پرتله."

دې مطالعې ویلي چې د کډوالۍ بڼه په ټوله اروپایي ټولنه کې یوشان نه ده؛ لوګزامبورګ، مالټا او د قبرس یوناني اداره  د خپل نفوس په پرتله د کډوالو له خورا لوړې کچې سره مخ دي.

د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه هم په ځینو ځانګړو هېوادونو کې متمرکز وو؛ اسپانیا، ایټالیا، فرانسه او جرمني د ټولو غوښتنلیکونو نږدې درې پر څلورمه برخه جوړوي. جرمني په مجموعي توګه په اروپایي ټولنه کې د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر درلود چې ۲.۷ میلیونه کسان کېږي.

 

وپلټۍ
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه