نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امريکا په سعودي عربستان کې د خپل سفارت کارکوونکو ته د دې هیواد نه د وتلو امر وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغوی "د حکومت غیر بېړنیو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو" ته امر کړی چې په سیمه کې د مخ په زیاتیدونکي امنیتي خطرونو له امله له سعودي عربستان څخه ووځي.
امريکا په سعودي عربستان کې د خپل سفارت کارکوونکو ته د دې هیواد نه د  وتلو امر وکړ
امريکا په سعودي عربستان کې د خپل سفارت کارکوونکو ته د دې هیواد نه د وتلو امر وکړ / Reuters
9 مارچ 2026

دا امر وروسته له هغه کېږي چې سعودي عربستان وویل، د الخرج په ولایت کې د یوې ناڅرګندې مرمۍ (توغندي) د لګېدو له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغوی "د حکومت غیر بېړنیو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو" ته امر کړی چې په سیمه کې د مخ په زیاتیدونکي امنیتي خطرونو له امله له سعودي عربستان څخه ووځي.

د یکشنبې په ورځ په یوه لنډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د احتیاطي تدابیر په توګه نیول شوې ترڅو د روانو امنیتي پرمختګونو په ترڅ کې د امریکایي اتباعو او ډیپلوماټیکو کارکوونکو خوندیتوب ډاډمن شي.

وزارت د هغو ځانګړو ګواښونو په اړه جزیات نه دي ورکړي چې د دې امر لامل شوي، خو دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې په ټوله سیمه کې پوځي او امنیتي کړکېچ خورا زیات شوی دی. په ورته حالاتو کې، متحده ایالات ډیری وختونه په هغو هېوادونو کې چې له امنیتي خطرونو سره مخ دي، خپل غیر ضروري پرسونل کموي، خو د خپلو ماموریتونو د دوام لپاره اصلي ډیپلوماټیک کدر ساتي.

د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان وویل چې د الخرج په ولایت کې د یوې مرمۍ د لګېدو له امله دوه کسان وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي.

ایران هوډ څرګند کړی چې د فبرورۍ په ۲۸مه د متحده ایالاتو او اسرائیل له خوا د هغه پراخ برید بدل به واخلي چې د هېواد ستر مذهبي مشر علي خامنه اي پکې ووژل شو. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شنبې په ورځ له ګاونډیو هېوادونو څخه د بریدونو له امله بښنه وغوښته، خو وروسته یې وویل چې که دا هېوادونه پر ایران د برید لپاره وکارول شي، ایران به "ځواب ورکولو ته اړ شي."

وپلټۍ
حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځه د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.
د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر: ناټو د امریکا د ګټو لپاره حیاتي ده، تورکیه کلیدي رول لوبوي
د جنوبي کوریا ولسمشر د اسرائیلي پوځیانو ظلم او څیره ټولې نړۍ ته ښکاره کړه
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد
اردوغان: د فلسطيني زندانیانو لپاره د اسرائيل د اعدام سزا د هټلر له تګلارو سره ورته ده
هرات کې پر یوه تفریحي ځای برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي
د ګرینلینډ لومړي وزیر د ټرمپ څرګندونې رد کړې
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه جوړ شوي درې فلمونه د کن په فیستیوال کې سیالي کوي
اسرائیلو د غزې په بریدونو کې د دریم ټولګي زده کونکي په ګډون پنځه فلسطینیان ووژل شول
روسیې له اوکراین سره د ارتودوکس ایسټر جشن اوربند اعلان کړ
ټرمپ: ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد ته په اجازه ورکولو کې 'خورا کمزوری' عمل کوي
د پاکستان دفاع وزیر په لبنان کې د ۳۰۰ کسانو له وژل کېدو وروسته اسرائیل 'سرطاني غده' بللی دی