تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
اردوغان ژمنه وکړه چې مسلمانان به هېڅکله د ختیځ بیت المقدس په اړه له خپلو حقونو نه لاس په سر نشي
د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه کړې چې مسلمانان به هېڅکله د ختیځ بیت المقدس په اړه له خپلو حقونو تېر نه شي، او د اسرائیلو د تېري پر وړاندې له مبارزې کوونکو فلسطینیانو سره یې د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه.
اردوغان ژمنه وکړه چې مسلمانان به هېڅکله د ختیځ بیت المقدس په اړه له خپلو حقونو نه لاس په سر نشي
/ AA

د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه کړې چې مسلمانان به هېڅکله د ختیځ بیت المقدس په اړه له خپلو حقونو تېر نه شي، او د اسرائیلو د تېري پر وړاندې له مبارزې کوونکو فلسطینیانو سره یې د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه.

اردوغان په انقره کې د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې وویل: "موږ به اجازه ورنکړو چې بیت المقدس د ناپاکو لاسونو له خوا بې حرمته شي، که څه هم زه پوهیږم چې د هټلر په لاره د روانو  کرکه به شاید هېڅکله په رښتیا پای ته ونه رسیږي."

هغه بیت المقدس د مکې مکرمې او مدینې منورې تر څنګ د مسلمانانو لپاره یو سپېڅلی روحاني مرکز وباله او زیاته یې کړه چې تورکیه به د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، چې پلازمېنه به یې ختیځ بیت المقدس وي.

هغه وویل: "هېڅوک موږ نشي منع کولی چې د غزې له هغو مظلومو خلکو سره ونه درېږو چې د اسرائیلو د وحشیانه بریدونو لاندې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي."

اردوغان د مسلمانانو د واکمنۍ پر مهال د دغه ښار تاریخ ته په اشارې وویل، چې دا د ګډ ژوند یو داسې ځای ګرځېدلی و چې د عیسویانو او یهودانو حقونو ته درناوی کېده.

هغه وویل، د دې لپاره به د تورکیې مبارزه چې بیت المقدس "د سولې، امنیت او همغږۍ ښار" شي، پرته له ځنډه دوام ومومي.

پر اسرائیلو نیوکې

ولسمشر د اسرائیلو قاتل او نسل وژونکي لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وغانده او اسرائیل یې په ټوله سیمه کې د بې ثباتۍ په رامنځته کولو تورن کړل.

هغه وویل: "هغه کسان چې باور لري د ظلم او د بې ګناه ماشومانو د ژوند په قیمت د نسل وژنې له لارې یو خوندي راتلونکی جوړولی شي، په هغو وینو کې به ډوب شي چې دوی تویې کړې دي."

هغه زیاته کړه: "ترکیه به نن او سبا د هغو کسانو پر وړاندې کلکه ودریږي چې غواړي زموږ سیمه د وینو په سمندر بدله کړي،" او په سوریه، یمن، لبنان او قطر کې د هغو کسانو سره یې د پیوستون ژمنه وکړه چې د هغه په وینا د اسرائیلو د تېري هدف ګرځېدلي دي.

اردوغان اسرائیلو ته په اشارې وویل: "ترهګري – که د یوې ډلې له خوا وي یا د دولت له خوا – یو فکري فلج دی او د سیمې دا خونړی فلج به مات شي."

اردوغان وویل، انقره د خپلو ملي ګټو د ساتنې ترڅنګ ګڼ بحرانونه مدیریت کوي.

هغه له بالکان څخه تر منځنۍ اسیا، له افریقا تر لاتینې امریکا، او له اروپا تر اسیا - پسیفیک پورې د ثبات د ټینګښت لپاره د تورکیې هڅې په ګوته کړې.

هغه وویل: "ترکیه پر داسې نړۍ باور لري چېرې چې ځواکمن حقدار نه، بلکې حقدار ځواکمن وي، او د دې نړۍ د رښتیا کولو لپاره کار کوي."

هغه د بهرني سیاست لومړیتوبونه د ثبات ساتل، د سولې وده، د سوکالۍ پراختیا او د ورورولۍ پیاوړتیا وبلل.

هغه وویل، ترکیه په نړیوالو ډګرونو کې د خپلو متحدینو په دفاع، اقتصادي پرمختګ او د هغوی د حقونو په ساتنه کې ملاتړ کوي.

اردوغان د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت تاریخ وستایه او دا یې یوه داسې اداره وبلله چې "د پېړیو راهیسې زموږ د دولت ویاړ" پاتې شوې ده.

هغه وویل چې د وزارت نوې ودانۍ به د تورکیې د نړیوال دریځ سمبول وي، چې هم د چاپیریال ساتنې او هم د ښکلا له پلوه ډیزاین شوې او د انقرې د نویو نښو څخه به یوه وي.

هغه وویل: "دا کمپلکس به د ترکي دیپلوماسۍ یادونه، حال او راتلونکی تر یوه چت لاندې راټول کړي."

 

وپلټۍ
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه