"امریکا به داسې ځواب ترلاسه کړي چې 'پښېمانه' به شي"
د ایران د سپاه پاسداران پوځ ویاند، برید جنرال حسین محبي ویلي چې پر هېواد یې د امریکا له لوري د نوي برید پیلول به یو "غیر عقلاني" کار وي، خو بیا هم د دې احتمال شتون لري.
حسین محبي په یوه ټلویزیوني خپرونه کې د ګډون پر مهال د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ په اړه څرګندونې وکړې.
محبي څرګنده کړه چې پر ایران د امریکا له لوري د نوي برید پیلول به له عقل څخه لرې وي، خو دا چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له منځمهاله ټاکنو مخکې یوې لاسته راوړنې (بریا) ته اړتیا لري، نو د داسې برید احتمال شته دی.
محبي د دې ادعا په کولو سره چې هېواد یې د یوه نوي احتمالي برید پر وړاندې پوره چمتووالی لري او امریکا به داسې ځواب ترلاسه کړي چې "پښېمانه" به شي، وویل: ایران د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې جګړه کې د پخواني نسل له وسلو کار اخیستی و، خو په اوسني وضعیت کې پرمختللي وسله وال سیسټمونه په واک کې لري.



















