سیاست
4 د لوستلو دقیقې
زیلینسکي: که وبلل  شم، په بوداپست کې له پوتین او ټرمپ سره غونډه کې ګډون ته چمتو یم
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، که ورته بلنه ورکړل شي، چمتو دی چې په هنګري کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
زیلینسکي: که وبلل  شم، په بوداپست کې له پوتین او ټرمپ سره غونډه کې ګډون ته چمتو یم
زیلینسکي: که وبلل  شم، په بوداپست کې له پوتین او ټرمپ سره غونډه کې ګډون ته چمتو یم / AFP

زیلینسکي: که وبلل  شم، په بوداپست کې له پوتین او ټرمپ سره غونډه کې ګډون ته چمتو یم
کییف وايي چې په یو شمېر بې طرفه هېوادونو لکه تورکیه، سویس او واتیکان کې د زیلینسکي، پوتین او ټرمپ ترمنځ درې اړخیزې غونډې ته چمتو دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، که ورته بلنه ورکړل شي، چمتو دی چې په هنګري کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

ټرمپ او پوتین ویلي چې دوی به د هنګري په پلازمېنه کې، ښايي په څو اونیو کې، سره وګوري، په داسې حال کې چې د امریکا مشر هڅه کوي د درې نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې تړون منځګړیتوب وکړي، هغه جګړه چې په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې په برید سره پیل شوه.

زیلینسکي خبریالانو ته په هغو څرګندونو کې چې د دوشنبې په ورځ خپرې شوې، وویل: "که زه بوداپست ته دعوت شم – که دا بلنه په داسې بڼه وي چې موږ درې واړه سره وګورو، او یا لکه څنګه چې ورته ویل کېږي، شټل ډیپلوماسي، چې ولسمشر ټرمپ له پوتین سره او بیا ولسمشر ټرمپ له ما سره وګوري – نو په یوه یا بله بڼه به موږ هوکړه وکړو."

د اوکراین ولسمشر د هنګري پر انتخاب نیوکه وکړه، کوم چې له کییف سره ترینګلې اړیکې لري او د اروپايي ټولنې تر ټولو ډېر د کرملین ملاتړی غړی ګڼل کېږي.

زیلینسکي د هنګري مشر ویکتور اوربان ته په اشارې وویل: "زه باور نه لرم چې یو لومړی وزیر چې هر ځای د اوکراین مخه نیسي، د اوکراینیانو لپاره کوم مثبت کار وکړي او یا حتی متوازنه ونډه ولري."

کییف ویلي چې په یو شمېر بې طرفه هېوادونو لکه تورکیه، سویس او واتیکان کې د زیلینسکي، پوتین او ټرمپ ترمنځ درې اړخیزې غونډې ته چمتو دی.

په ۱۹۹۴ کال کې، مسکو په بوداپست کې یو یادښت لاسلیک کړ چې موخه یې د شوروي دورې څخه د پاتې ډېرو اټومي وسلو له پرېښودو په بدل کې د اوکراین، بیلاروس او قزاقستان لپاره د امنیت تضمین و.

زیلینسکي وویل: "یو بل 'بوداپست' سناریو به هم مثبته نه وي."

ټرمپ له هغه راهیسې چې د دې کال په پیل کې سپینې ماڼۍ ته راستون شو، په اوکراین کې د کلونو اوږدې جګړې د چټک پای ته رسولو هڅه کوي، او د اوکرایني او روسي چارواکو ترمنځ د یو لړ مستقیمو خبرو اترو او په الاسکا کې له پوتین سره د یوې سرمشریزې کوربه توب لپاره یې فشار راوړی دی – هغه ډیپلوماټیکې هڅې چې په پای کې یې کومه پایله نه ده ورکړې.

د پېټریوټ سیسټمونه

زیلینسکي دا هم وویل چې هېواد یې او امریکا کییف ته د ۲۵ پېټریوټ توغندیزو دفاعي سیسټمونو د ورکړې لپاره د یوه قرارداد چمتووالی نیسي.

زیلینسکي وویل، "موږ د ۲۵ پېټریوټ سیسټمونو لپاره د یوه قرارداد چمتووالی نیسو. زه باور لرم چې دا یوه ډېره ښه کیسه ده – اسانه نه، خو اوږدمهاله ده،" او زیاته یې کړه چې دا غوښتنه د اوکراین هوايي ځواک کړې ده.

زیلینسکي روښانه کړه چې د پېټریوټ سیسټمونو په تولید کې یو کتار (نوبت) شتون لري چې هغه هېوادونه پکې شامل دي چې له تولیدوونکي سره یې اړوند قراردادونه لاسلیک کړي، او له همدې امله به کییف دا سیسټمونه هر کال په بېلابېلو شمېرو کې ترلاسه کړي.

زیلینسکي زیاته کړه: "که سیاسي اراده موجوده وي، سپینه ماڼۍ کولی شي دا نوبت بدل کړي. موږ پوهېږو چې کوم اروپايي هېوادونه کولی شي موږ ته په نوبت کې لومړیتوب راکړي. په دې مسله کې ډېر مثبت والی شته – موږ اوس کار کوو چې اړینې حل لارې ترلاسه کړو."

اوکراین ته د امریکا له خوا د ټاموهاک کروز توغندیو د احتمالي ورکړې په اړه، زیلینسکي وویل چې هغه باور لري د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په دې اړه د هغه د څرګندونو له امله زنګ وهلی و.

هغه استدلال وکړ چې د دونباس سیمې څخه د اوکراین د وتلو په اړه د روسیې دریځ نه دی بدل شوی، او زیاته یې کړه چې د جمعې په ورځ یې په واشنګټن ډي سي کې له ټرمپ سره په لیدنه کې هغه ته تشریح کړه چې په دې اړه د کییف دریځ هم نه دی بدل شوی.

د اګست په میاشت کې، زیلینسکي دا رد کړه چې کییف به د اوربند په بدل کې ختیځه سیمه مسکو ته پرېږدي، او استدلال یې وکړ چې دا به د روسیې لپاره "یو پلامهال" پرانیزي ترڅو په راتلونکي کې د هغه پر هېواد برید وکړي.

.

 

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو