نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
قزاقستان د تورکیې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کوي.
توکایف د انقرې د سفر پر مهال د تورکیې د دفاعي پرمختګونو ستاینه وکړه او د لا پیاوړې ډیجیټلي همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
قزاقستان د تورکیې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کوي.
/ AA

قزاقستان د تورکیې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کوي.

د قزاقستان ولسمشر توکایف وايي، قزاقستان غواړي له تورکیې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا همکاري لا ژوره کړي

توکایف د انقرې د سفر پر مهال د تورکیې د دفاعي پرمختګونو ستاینه وکړه او د لا پیاوړې ډیجیټلي همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف اعلان وکړ چې هېواد یې چمتو دی له تورکیې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې ستراتیژیکه همکاري ژوره کړي.

توکایف د سې شنبې په ورځ د انقرې د رسمي سفر پر مهال د تورکيې  له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې ډیجیټلي نوښت اوس د معاصرو اقتصادونو یوه مهمه پايه ګڼل کېږي.

هغه وویل: "موږ له تورکیې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ پر ګډ پرمختګ ځانګړی تمرکز کړی دی."

د تورکیې د مخ پر زیاتېدو دفاعي او ډیجیټلي وړتیاوو ستاینه

د تورکیې د دفاعي او ډیجیټلي وړتیاوو پرمختګ ته په اشارې، توکایف ولسمشر اردوغان ته مبارکي ورکړه چې د ۲۰۲۵م کال د جولای له ۲۲مې تر ۲۷مې پورې په استانبول کې یې د ۱۷م نړیوال دفاعي صنعت نندارتون (IDEF 2025) بریالی تنظیم کړ.

هغه وویل: "د تورکیې لاسته راوړنې په پوځي ټکنالوژۍ کې په ډېر اغېزناک ډول نندارې ته وړاندې شوې، او له نړیوالو کارپوهانو یې ستاینه ترلاسه کړه." نوموړي زیاته کړه: "په اقتصاد کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا او د ډیجیټلي وسایلو کارونه نور یو انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده."

توکایف دا هم وویل چې قازاقستان هم د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لوی پرمختګونه کړي، او دا مهال په مصنوعي ځيرکتيا کې په پراخ ډول پانګونه کوي، او هیله ‌یې څرګنده کړه چې په دې برخو کې دوه اړخیزې هڅې به لا پسې پراخې شي.

توکایف وویل: "زموږ مخې ته ستر فرصتونه پراته دي څو د قازاقستان او تورکیې ترمنځ ستراتیژیک شراکت لا پراخ کړو."

وپلټۍ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ