په ډومینیکن جمهوریت کې په شپنۍ کلب کې د چت د غورځیدو له امله لږ تر لږه ۹۸ کسان وژل شوي

په ډومینیکن جمهوریت کې د یو کلب د چت د نړیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

U nesreći u Dominikanskoj Republici povrijeđeno je još 155 ljudi. / AP

د سیمه ییزو رسنیو په وینا په  ډومینیکن جمهوریت کې د یوه مشهور نایټ کلب د چت د نړېدو له امله لږ تر لږه ۹۸ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی. دا پېښه د یو کنسرت  پر مهال رامنځته شوې ده.

په دې پېښه کې ۱۵۵ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ډومینیکن جمهوریت د بیړنیو عملیاتو مرکز په یوه بیان کې ویلي: "موږ په ژورې خواشینۍ سره تاییدوو چې د دې بدمرغه پېښې له امله د مړو شمېر ۹۸ تنو ته رسېدلی دی. موږ د قربانیانو کورنیو او خپلوانو  سره  خواخوږي څرګندوو."

د مېجر لیګ بېسبال دوه پخواني لوبغاړي، اوکتاویو ډوټیل او ټوني بلانکو،هم په قربانیانو کې شامل دي. دا پېښه د "جیټ سیټ" په نوم نایټ کلب کې د ډومینیکن سندرغاړې روبی پیریز د کنسرت پر مهال  رامنځته شوې ده.

د حکومتي سرچینو په وینا د  مونټ کریسټي ولایت والي، نیلسي کروز، هم د دې پېښې په قربانیانو کې شامل دی.

د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې له ۳۷۰ څخه زیات د بیړنیو مرستو کارکوونکو او ۱۵۰ د امبولانس موټرو  برخه اخیستې وه.