کلتور
3 د لوستلو دقیقې
د پاکستان لومړنۍ ښځینه انجینیرې د اسرائیلو جایزه رد کړه
د پاکستان لومړۍ ښځینه معمار، یاسمین لاري، معماري په ډګر کې د اسرائیلو د ولف جایزه  ، ددې هیواد لخوا پر غزې د ظالمانه بریدونو له امله رد کړه.
00:00
د پاکستان لومړنۍ ښځینه انجینیرې د اسرائیلو جایزه رد کړه
/ Other

یاسمین لاري د نوموړې جایزې د ردولو په اړه  بیان د خپل انسټاګرام حساب  (@barefootsocialarchitecture) له لارې شریک کړ

لاري په خپل بیان کې ویلي دي چې  د جايزې لپاره "ډېر منندوى" ده، هغه "د غزې د روان نسل وژنې په نظر کې نيولو سره،"  نشي کولی چې  جايزه يا د پيسو انعام ومني، حتى كه چېرې دا د حكومت څخه د خپلواك سازمان لخوا وركړل شوى هم  وي. "هر ډول تاوتريخوالى زما لپاره د منلو وړ نه دى او ما د خپل ژوند ډېره برخه د كډوالو په ملاتړ کې تېره كړې ده، د اقليم كډوالو په ګډون. په خواشينۍ سره، غزه د اجباري کډوالۍ   تر ټولو وحشتناكو په مرکز ګرځېدلى ده."

د وولف جايزه او د هغې محدوده

د وولف جايزه يوه نړيواله جايزه ده چې له ۱۹۷۸ څخه په اسرائيلو كې وركول كيږي. د جايزې ګټونكي د "مذهب، جنس، نژاد، جغرافيه او سياسي دريځ ته له پاملرنې پرته د سرحدونو نه اوښتونكي" افراد په توګه تعريف شوي دي.

دا جايزه په طب، كرنه، رياضي، كيميا، فزيك او هنر كې وركول كيږي. د هنر جايزه پر نوبت د معمارۍ، موسيقۍ، نقاشۍ او مجسمې جوړولو کټګورۍ پوښي.

د رسمي وېبپاڼې له مخې، "د وولف جايزه هغه ساينس پوهان او هنرمندان وياړي چې ساينس او هنر د بشريت د ښېګڼې لپاره مخکې وړي. موږ د دې جايزې سره، هغه پيشګامان او مشرانو ته  سلام وايو چې نړۍ په يو غوره ځاى بدلوي."

په هره کټګورۍ کې ورکړل شوې جايزه د يو ډيپلوم، د وياړ مډال او ۱۰۰،۰۰۰ ډالرو څخه جوړه شوې ده.

د لاري لخوا د جايزې له ردولو وروسته، جايزه چينايي معمار تيانتيان ژو ته وركړل شوه. ژو د "په ټول چين كې د كليو د اقتصادي، ټولنيز او كلتوري بدلون لپاره د هغه د معمارۍ كار" له امله د جايزې وړ وګرځېد.

د یاسمین لاري څوک ده ؟

لاري په ۱۹۴۱ کال کې په پاکستان کې زېږېدلې ده او د خپلې کورنۍ سره په ۱۵ کلنۍ کې لندن ته لاړه. هغې د ۲۳ کلنۍ په عمر کې د خپل مېړه سره پاکستان ته راستنه شوه، وروسته له دې چې د آکسفورډ بروکس د معماري ښوونځي څخه فارغه شوه.

لاري او د هغې مرحوم مېړه، سهیل ظهير لاري، په ۱۹۸۰ کال کې د پاکستان د میراث بنسټ جوړ کړ، چې د هېواد د کلتوري میراث د ساتنې لپاره یې مهم رول لوبولی دی.

د هغې کار د معماري او ټولنیز عدالت ترمنځ په تقاطع تمرکز کوي، په ځانګړې توګه د پاکستان د محرومو ټولنو لپاره. هغې د ۵۰,۰۰۰ څخه زیات دوامداره خپل سر جوړ شوي سرپناوې او د ۸۰,۰۰۰ څخه زیات ایکولوژیکي پخلي چولۍ د طبیعي موادو لکه خټې، چونه، او بانس په کارولو سره جوړې کړې دي.

هغې د خیبر پښتونخوا د سوات په جګړه  کې د کډوالو لپاره ټولنیزې پخلنځۍ برابرې کړې او وروسته  یې د ټولنې مرکزونه جوړ کړل .

په ۲۰۲۲  کال کې، کله چې هېواد د سېلابونو له امله سخت زیانمن شو، هغې ژمنه وکړه چې دوامداره او د سېلابونو پر وړاندې خوندي کورونه جوړ کړي.

د هغې کار د "بې پښو ټولنیزې معماري" په فلسفه کې ریښه لري، چې د پوهې شریکولو یو سیسټم دی چې د بشري مرستو له هغه ماډل څخه لرې کېږي چې پر انحصار ولاړ وي، او پر ځای یې د ټولنو د ځواکمنتیا لپاره مرسته کوي.

په ۲۰۲۳ کال کې، لاري د خپل بشري کار لپاره د بریتانیا د معمارانو د شاهي انسټیټیوټ د شاهي طلايي مډال په ورکولو ویاړل شوه. په ۲۰۲۰ کال کې، هغې د جین ډریو جایزه وګټله.

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي