د پاکستان په خېبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر یو موټر د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ پولیس وژل شوي
د پولیسو یوه ویاند ویلي چې په چاودنه کې ۶ پولیس سرتېري ځای په ځای وژل شوي او یو بل ټپي پولیس په روغتون کې ساه ورکړې ده. ویاند زیاته کړه چې له پېښې وروسته سیمې ته د امنیت د ټینګښت او د کلکو تدابیرو نیولو لپاره تازه دمي پولیس سرتېري لېږل شوي دي.
د پاکستان د رسنیو د راپور له مخې، د خېبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې د پولیسو یو موټر ته نږدې چاودنه شوې ده.
د پولیسو یوه ویاند ویلي چې په چاودنه کې ۶ پولیس سرتېري ځای په ځای وژل شوي او یو بل ټپي پولیس په روغتون کې ساه ورکړې ده. ویاند زیاته کړه چې له پېښې وروسته سیمې ته د امنیت د ټینګښت او د کلکو تدابیرو نیولو لپاره تازه دمي پولیس سرتېري لېږل شوي دي.
ـ د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه
په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړي ډول په هغو دوو ایالتونو (خېبر پښتونخوا او بلوچستان) کې زیات دي .
په دواړو ایالتونو کې ځینې وسله والې ډلې چې ادعا کوي د پښتنو او بلوڅو د حقونو لپاره مبارزه کوي، پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه ترسره کوي.
اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو د افغانستان حکومت دا تورونه تل رد کړي دي.
بل خوا په بلوچستان کې بیا د «بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ» (BLA) بریدونه تر سترګو کیږي. BLA غواړي چې بلوچستان له پاکستان څخه جلا شي او بلوڅان پخپله پر دغه سیمه واکمني وکړي.