په استانبول کې جوړه شوې سټراټکام ۲۰۲۶ سرمشریزه، د حقیقت پر بنسټ د اړیکو په غوښتنې سره پای ته ورسېده

د تورکیې د عامه  اړیکو رئیس برهان الدین دوران ددې سرمشریزې د پای په وینا کې وویل چې دغې دوه ورځنۍ ناستې "د وخت  پر تر ټولو مهمو او حیاتي مسایلو رڼا اچوونکو؛ ژورو، فکر هڅوونکو او خورا ګټورو بحثونو" ته زمینه برابره کړه.

By
په استانبول کې جوړه شوې سټراټکام ۲۰۲۶ سرمشریزه، د حقیقت پر بنسټ د اړیکو په غوښتنې سره پای ته ورسېده / AA

په استانبول کې د ستراتیژیکو اړیکو نړیواله سرمشریزه "سټراټکام ۲۰۲۶" د شنبې په ورځ د حقیقت پر بنسټ د اړیکو په غوښتنې سره پای ته ورسېده.

د تورکیې د عامه  اړیکو رئیس برهان الدین دوران ددې سرمشریزې د پای په وینا کې وویل چې دغې دوه ورځنۍ ناستې "د وخت  پر تر ټولو مهمو او حیاتي مسایلو رڼا اچوونکو؛ ژورو، فکر هڅوونکو او خورا ګټورو بحثونو" ته زمینه برابره کړه.

دا غونډه "په نړیوال سیستم کې درز، کړکېچونه، روایتونه او د نظم لټون" تر عنوان لاندې جوړه شوې وه.

د عامه اړیکو رئیس دوران یادونه وکړه: "د سرمشریزې په ترڅ کې مو له ټکنالوژۍ نیولې تر ډیپلوماسۍ، له اوسنیو پرمختګونو تر کړکېچ مدیریت، له ناسمو معلوماتو سره له مبارزې نیولې په نړیوال سیستم کې تر جوړښتیزو ستونزو پورې پر ډېرو موضوعاتو خبرې وکړې."

هغه زیاته کړه چې د سرمشریزې په څنډه کې دوه اړخیزو لیدنو د ګډونوالو ترمنځ "د مهمو همکاریو لارو" په پرانیستلو کې مرسته وکړه.

"ګډ عقل"

دوران د دې سرمشریزې نه د یوه فکري پلاټفورم په توګه هم یاده کړه چې "له تورکیې او بهر څخه یې لسګونه نامتو متخصصین" راټول کړي وو.

دوران د ګډونوالو د ونډې، تحلیلونو او لیدلورو څخه مننه وکړه او ویې ویل: "په تېرو دوو ورځو کې سټراټکام ۲۰۲۶ د نړیوالو ننګونو د حل لپاره د ګډ عقل او مشترک مسؤلیت لپاره یو مخکښ پلاټفورم و."

دوران د سرمشریزې د پایلو په اړه د باور څرګندولو ترڅنګ وویل، چې دا ناسته به د یوه ډېر عادلانه نړیوال نظم او یو ډېر شفاف او ځواب ویونکي ارتباطي ایکوسیسټم پر لور "یو مهم پړاو" ثابت شي.

دوران غوښتنه وکړه: "راځئ چې په اړیکو کې پر حقیقت د ټینګار، د ګډ بنسټ په توګه د باور رامنځته کولو او په هر حالت کې د انساني کرامت د ساتنې لپاره د خپل هوډ له مخې په یووالي سره عمل وکړو."

دا دوه ورځنۍ سرمشریزه، چې د ترکیې د اړیکو ریاست لخوا تنظیم شوې وه، د ولسمشر مرستیال جودت یلماز، د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د ملي استخباراتو سازمان مشر ابراهیم کالین په ګډون لوړپوړي چارواکي او متخصصین یې راټول کړي وو.

په سرمشریزه کې یو لړ پینلونه جوړ شول چې بنسټیزې نړیوالې ننګونې یې وڅېړلې، لکه "په ستراتیژیکو اړیکو کې د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی: ننګونې او فرصتونه"، "له سیمه ییزو کړکېچونو تر نړیوالو درزونو: د ایران د جګړې ستراتیژیکې اغېزې" او "په نړیواله حکومتولۍ کې 'نوی نورمال': د کړکېچونو پایښت".