نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ملګرو ملتونو د صمود د توقیف شویو فعالانو سره د ناوړه چلند په اړه 'اندیښمن' راپورونه ترلاسه کړي
د ملګروملتونو ویاند وايي، دې دفتر د اسرائيلو په زندانونو کې 'په قصدي ډول د خرابو شرایطو په اړه له اوږدې مودې راهیسې خبرداری ورکړی دی'.
ملګرو ملتونو  د صمود د توقیف شویو فعالانو سره د ناوړه چلند په اړه 'اندیښمن' راپورونه ترلاسه کړي
ملګرو ملتونو د صمود د توقیف شویو فعالانو سره د ناوړه چلند په اړه 'اندیښمن' راپورونه ترلاسه کړي / Reuters

د ملګرو ملتونو د حقونو دفتر د صمود د توقیف شویو فعالانو سره د ناوړه چلند په اړه 'اندیښمن' راپورونه ترلاسه کړي

ویاند وايي، دې دفتر د اسرائيلو په زندانونو کې 'په قصدي ډول د خرابو شرایطو په اړه له اوږدې مودې راهیسې خبرداری ورکړی دی'.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ويلي چې دوی ته د هغو کسانو د چلند په اړه "د اندېښنې وړ معلومات" رسېدلي چې د ګلوبل صمود فلوټیلا بيړۍ برخه ‌وال وو او په ناقانونه ډول په اسرائيلو کې نيول شوي دي.

د دفتر وياند، ثمين الخيطان، د دوشنبې په ورځ انادولو ته په يوه اعلاميه کې وويل:

"موږ د فلوټیلا د برخه ‌والو د بد چلند او د عادلانه قانوني بهير د حقونو د نقض په اړه د اندېښنې وړ معلومات ترلاسه کړي دي."

هغه زياته کړه چې دغه دفتر "له اوږدې مودې راهيسې د اسرائيلي زندانونو او بندي ‌خونو په قصدي سپکو او د انسانيت ضد شرايطو باندې خبرداری ورکړی دی."

د اسرائيلو سمندري ځواکونو د چهارشنبې له ورځې راهيسې د ګلوبل صمود فلوټیلا بېړۍ تر برید لاندې نيولي او له ۵۰ زياتو هېوادونو څخه د ۴۷۰ زيات فعالان يې نيولي دي.

دغې بېړۍ هڅه کوله چې غزې ته بشري مرستې ورسوي او د اسرائيلو د محاصرې پر وړاندې غږ پورته کړي.

اسرائيلو نږدې ۱۸ کاله کېږي چې تقریباً ۲.۴ ميليونه اوسېدونکو لرونکې غزه محاصره کړې ده.

له اکتوبر ۲۰۲۳ کال راپدېخوا، د اسرائيلو بمباريو په دغه محاصره سيمه کې له ۶۷ زرو زيات فلسطينيان وژلي، چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي، او دغه سيمه يې د نه اوسېدو ‌وړ ګرځولې ده.

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول