امریکايي روبرټ فرانسیس پریووسټ د نوي پاپ په توګه وټاکل شو

رابرټ فرانسس پرووست لومړنی امریکايي دی چې د رومن کاتولیک مسیحیانو د نوي پاپ  په توګه وټاکل شو. واتیکان د نوي پاپ ټاکل  اعلان کړل.

/ Reuters

رابرټ فرانسس چې  د مخکیني پاپ  سره د نږدې اړیکو سره مشهور وو ،  یو منځلاری شخصیت دی چې د کلونو لپاره  په پیرو کې د مبلغ په توګه خدمت کړی. هغه د کاتولیک کلیسا ۲۶۷م پاپ شو او د "لیو څوارلسم" نوم یې غوره کړ.

کارډینالانو د پنجشنبې په ورځ د نړۍ ۱.۴ میلیارده کاتولیکانو د مشرتابه لپاره نوی پاپ وټاکه. دوی د کانکلیو په دویمه ورځ د رایې ورکولو وروسته د سیسټین کلیسا څخه سپین لوګی پورته کړ.

په زرګونو خلکو چې د سینټ پیټر په میدان کې راټول شوي وو، لاسونه يي ټقول، اوښکې یې تویولې او د خوښۍ احساس یې کاوه. په همدې حال کې د سینټ پیټر باسیلیکا او د روم ښار کلیساګانو زنګونه ووهل.

خلک په بیړه د میدان پر لور روان شول ترڅو د باسیلیکا بالکوني وګوري، چې د لومړي ځل لپاره د نوي پاپ لخوا نړۍ ته د وینا لپاره د سرو پردو سره سمبال شوې وه.

نوی پاپ چې د ارجنټایني اصلاح غوښتونکي پاپ فرانسس ځای ناستی دی، په لاتین ژبه معرفي شو او د خپل غوره شوي نوم سره یې نړۍ ته لومړنۍ وینا وکړه.

جوزف براین، چې د شمالي آیرلنډ د بیلفاسټ ښار ۳۹ کلن آشپز دی، وویل: "دا یو حیرانوونکی احساس دی." هغه د دې نندارې لپاره له خپلې مور سره روم ته راغلی و.

هغه د AFP سره په خبرو کې وویل: "زه ډیر مذهبي شخص نه یم، خو دلته د دې ټولو خلکو سره شتون زما لپاره حیرانوونکی و." په همدې حال کې شاوخوا خلکو د خوښۍ په حالت کې پورته او ښکته ټوپونه وهل.

د خوښۍ صحنې وې، یو پادري د یو چا پر اوږو ناست و او د برازیل بیرغ یې رپوه، او بل یو دروند صلیب په هوا کې پورته کړی و.