منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
لسګونه غیرقانوني اسرائیلي میشتي د پولیسو تر ساتنې لاندې الاقصی جومات ته ننوتل
د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا راپور ورکړی چې لسګونه غیرقانوني اسرائیلي میشتو د اسرائیلي ځواکونو تر ساتنې لاندې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د الاقصی جومات انګړ ته ننوتي.
لسګونه غیرقانوني اسرائیلي میشتي د پولیسو تر ساتنې لاندې الاقصی جومات ته ننوتل
لسګونه غیرقانوني اسرائیلي میشتي د پولیسو تر ساتنې لاندې الاقصی جومات ته ننوتل / AA

د فلسطین د اوقاف او مذهبي چارو وزارت په وینا، غیرقانوني اسرائیلي میشتي په اپریل کې ۳۰ ځله جومات ته ننوتي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا راپور ورکړی چې لسګونه غیرقانوني اسرائیلي میشتو د اسرائیلي ځواکونو تر ساتنې لاندې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د الاقصی جومات انګړ ته ننوتي.

وفا زیاته کړه چې ځايي سرچینو ویلي چې ناقانونه مېشتي د پنجشنبې په سهار کمپلکس ته ننوتل او د اسرائیلي ساتنې لاندې یې د هغه په انګړ کې د تلمودي مذهبي مراسم ترسره کړل.

د الاقصی جومات د مسلمانانو لپاره د نړۍ درېیم سپېڅلی ځای دی۔ یهودیان دغه سیمه “د معبد غر” بولي او ادعا کوي چې په لرغونو وختونو کې هلته دوه یهودي معبدونه موجود وو.

اسرائیلي پولیسو له ۲۰۰۳ کال راهیسې غیرقانوني میشتو ته اجازه ورکړې چې د جمعې او شنبې پرته هره ورځ د الاقصی جومات انګړ ته ننوتلي شي.

د فلسطین د اوقافو او دیني چارو وزارت په وینا، ناقانونه اسرائیلي مېشتي د اپرېل په میاشت کې ۳۰ ځله جومات ته ننوتلي دي.

فلسطینیان وایي اسرائیل د لسیزو راهیسې هڅه کوي چې اشغال شوی ختیځ بیت ‌المقدس یهودي کړي، په شمول د الاقصی جومات، او د ښار فلسطیني او اسلامي هویت له منځه یوسي.

فلسطینیان ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکي دولت د پلازمینې په توګه غواړي، او د نړیوالو پرېکړه‌ لیکونو پر اساس ټینګار کوي چې د ۱۹۶۷ کال د ښار اشغال او د ۱۹۸۰ کال غیرقانوني الحاق نه مني.

وپلټۍ
د اسرائیلو سخت دریځې وزیر بېن ګویر له غزه څخه د ۱.۸ میلیونه فلسطینیانو د ایستلو پلان افشاء شو
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
اسرائیلو د لبنان په سویل تازه هوايي بریدونه کړي دي
ایران د هر ډول اټومي برید په صورت کې د ځوابي برید ګواښ وکړ؛ خلیجي هېوادونو ته يي خبرداری ورکړ
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
ايرانی چارواکی: د هرمز تنګی به تر هغو تړلی وي چې د ايران پر وړاندې ګواښونه پای ته نه وي رسېدلي
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ