نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د روسیې لخوا د اوکراین پر پلازمینه کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو خونړی برید
اوکرایني چارواکو ویلي چې روسیې د دوشنبې په ورځ وختي د اوکراین پر پلازمینه کییف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پراخ بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان دي.
د روسیې لخوا د اوکراین پر پلازمینه کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو خونړی برید
د روسیې لخوا د اوکراین پر پلازمینه کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو خونړی برید

چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ پر کییف  د روسیې د بمبارۍ له امله د وژل شویو کسانو شمېر له اتو څخه لسو ته لوړ شوی او خبرداری یې ورکړی چې ښايي دا شمېر نور هم زیات شي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې روسیې د دوشنبې په ورځ وختي د اوکراین پر پلازمینه کییف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پراخ بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان دي.

د کییف ښار د پوځي ادارې مشر، تیمور تکاچینکوف په ټیلګرام کې ویلي چې په پلازمېنه کې ۹ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي، چېرې چې بریدونو پراخ زیانونه اړولي دي. هغه وویل: "له بده مرغه دا وروستي معلومات نه دي. د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي."

د کییف والي، میکولا کلاشنیګ ویلي چې د پلازمېنې په شاوخوا سیمو کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. کلاشنیګ په ټیلګرام کې لیکلي: "روسیه یو ځل بیا په قصدي توګه ملکي وګړي او ملکي بنسټونه په نښه کوي."

د کییف ښاروال، ویتالي کلیتشکو وویل چې په دارنیتسکي (Darnytskyi) ولسوالۍ کې، د توغندیو ټوټې په یوې ۲۵ پوړیزې استوګنې ودانۍ لګېدلي چې له امله یې په پورتنیو پوړونو کې اوسېدونکي ایسار شوي وو. ژغورونکو وکولای شول ۲۲ کسان له ودانۍ وباسي.

له ځمکې، هوا او سمندر څخه د لیرې واټن ویشتونکو وسلو کارول

هغه زیاته کړه چې یو بل برید په همدې ولسوالۍ کې د یوې ۳۰ پوړیزې ودانۍ په پورتنیو پوړونو کې د اور لګېدنې لامل شوی، چې له امله یې خلک له سیمې ایستل شوي دي. په پودیلسکي (Podilskyi) ولسوالۍ کې، د توغندیو ټوټو یوه ۲۱ پوړیزه ودانۍ په جزوي ډول ویجاړه کړې، پداسې حال کې چې په اوبولونسکي (Obolonskyi) ولسوالۍ کې اور لګېدنې یوې ګودام او یوې غیر استوګنې ودانۍ ته زیان رسولی دی.

په ورته وخت کې، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین لخوا د روسیې پر ملکي بنسټونو د "ترهګریزو بریدونو" په ځواب کې، له ځمکې، هوا او سمندر څخه د لیرې واټن ویشتونکو دقیقو وسلو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله پراخ بریدونه کړي دي.

یاد وزارت په ټولنیزه شبکه (Max) کې ویلي: "دغو بریدونو په کییف او د کییف په سیمه کې د نظامي صنعت تاسیسات، د تېلو او انرژۍ مرکزونه او په دنیپروپیتروفسک، پولتاوا، چیرکاسي او چرنیهیف سیمو کې د پوځي هوایي ډګرونو تاسیسات په نښه کړي دي."

د روانې جګړې له امله د دواړو لورو د ادعاوو خپلواک پخلی ستونزمن دی.

 

وپلټۍ
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»