منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په یمن کې حوثیانو د سعودي عربستان د  یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده.
په یمن کې حوثیانو ادعا کړې چې د صعده ولایت په هوایي حریم کې یې د سعودي عربستان یوه «ټایفون (Typhoon)» ډوله جنګي الوتکه له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي توغندي په واسطه په نښه کړې او الوتکه لګېدلې ده.
په یمن کې حوثیانو د سعودي عربستان د  یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده.
سعودي عربستان

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع په المسیره ټلویزیون کې، چې په حوثیانو پورې تړاو لري، یوه اعلامیه خپره کړه.

سریع وویل: "زموږ وسله والو ځواکونو لږه شیبه وړاندې د صعده ولایت په هوایي حریم کې یوه جنګي الوتکه له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي توغندي سره په نښه کړه. توغندی په الوتکه په مستقیم ډول ولګېد او اوس د غورځېدو له خطر سره مخ ده." هغه ادعا وکړه چې په نښه شوې الوتکه د سعودي عربستان «ټایفون» ډوله جنګي الوتکه وه او د دغه هېواد په لوېدیځ کې د طایف له پوځي اډې څخه پورته شوې وه.

سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

بلخوا په حوثیانو پورې تړلي المسیره ټلویزیون خبر ورکړی چې د یمن پلازمېنه صنعا د هوایي بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

تر اوسه د دغو بریدونو د پایلو په اړه کوم معلومات نه دي شریک شوي.

یمن د هغې کورنۍ جګړې شاهد دی چې د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې د حوثیانو لخوا د پلازمېنې صنعا او ځینو نورو ولایتونو تر کنټرولولو وروسته پیل شوه.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ نښتې بشري ناورین لا پسې ژوروي، د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ایتلاف د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د یمن له هغه حکومت څخه ملاتړ کوي چې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پېژندل شوی دی.

وپلټۍ
د پیسو نړیوال صندوق مشره وايي، پر سعودي بریدونه کولای شي "هر ځای" منفي اغېزې ولري
زیلینسکي ویلي دي چې لویدیځ د سخت غبرګون د نه ښودولو له امله روسیې پر اوکراین خپل بریدونه شدید کړي
ایران ویلي چې له عمان سره د هرمز تنګي په هکله لازم توافق ته ورسېدو.
اکسیوس: "ټرمپ او نتنیاهو په اسرائیلو او امریکا کې له ټاکنو مخکې پر ایران د احتمالي برید په اړه خبرې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي وسله‌والو تر کنټرول لاندې صنعا کې د عملیاتو مخکې د وتلو خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی