د امریکا په براون پوهنتون کې د ډزو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او اته نور سخت ټپیان دي
چارواکو ویلي، چې د شنبې په ماسپښین یوه وسله وال بریدګر د امریکا په نامتو براون پوهنتون کې دوه کسان ووژل او اته نور یې سخت ټپیان کړل. چارواکو د سیمې له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي ځکه بریدګر لا هم تښتېدلی دی.
د امریکا په براون پوهنتون کې د ډزو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او اته نور سخت ټپیان دي
د پراویډنس، روډ ایلنډ ښاروال، بریټ سمایلي وایي: "زه تاییدولی شم چې نن ماسپښین دوه کسه وژل شوي، او اته نور په نازک خو باثباته روغتیايي وضعیت کې دي."
چارواکو ویلي، چې د شنبې په ماسپښین یوه وسله وال بریدګر د امریکا په نامتو براون پوهنتون کې دوه کسان ووژل او اته نور یې سخت ټپیان کړل. چارواکو د سیمې له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي ځکه بریدګر لا هم تښتېدلی دی.
د پراویډنس، روډ ایلنډ ښاروال، بریټ سمایلي یوې خبري غونډې ته وویل: "زه تاییدولی شم چې د نن ماسپښین پدې پیښه کې دوه کسه وژل شوي، او اته نور ټپیان شوي چې په نازک خو باثباته روغتیايي وضعیت کې دي."
دا ډزې د ایوي لیګ پوهنتون په انګړ کې د "باروس او هالي" په نوم ودانۍ کې شوې، چې د انجینرۍ او فزیک پوهنځي په کې موقعیت لري.
پوهنتون ویلي، چې د ډزو پر مهال په دې ودانۍ کې د ګڼو ازموینو اخیستلو پلان و.
پولیسو بریدګر یو سړی یاد کړی چې ټول تور کالي یې اغوستي وو.
د پولیسو مرستیال مشر، ټیموتي اوهارا وویل: "موږ د دې شکمن کس د موندلو لپاره له ټولو ممکنه سرچینو کار اخلو. په خوندي ځایونو کې د پاتې کیدو امر لا هم پر خپل ځای دی، او زه له خلکو غواړم چې دا ډېر جدي ونیسي. مهرباني وکړئ دې سیمې ته مه راځئ."
چارواکو ویلي، بریدګر وروستی ځل له ودانۍ څخه د وتلو پر مهال لیدل شوی او هېڅ وسله نه ده موندل شوې.
په خبرتیا کې ویل شوي وو: "ورونه وتړئ، موبایلونه مو غلي کړئ او تر بلې خبرتیا پورې پټ پاتې شئ."
پولیسو او لومړني مرستندویان په ګڼ شمېر کې سیمې ته ورسېدل، او سیمه ییزې رسنۍ WPRI راپور ورکړی چې پر پله لار جامې او وینې لیدل شوي دي.
د FBI مشر، کاش پټېل، پر 'اېکس' ټولنیزه شبکه ولیکل چې FBI "ټولې اړینې وړتیاوې" برابروي.
د الکولو، تنباکو، اورلګېدونکو توکو او چاودېدونکو توکو د ادارې (ATF) استازي هم سیمې ته رسېدلي دي.
یوې زده کړیالې، کیټي سن، د براون ډیلي هیرالډ په نوم د پوهنتون ورځپاڼې ته وویل چې هغه نږدې ودانۍ کې مطالعه کوله چې د ډزو غږ یې واورېد. نوموړې خپل ټول سامانونه پرېښودل او خپلې لیلیې ته وتښتېده.
هغې وویل: "رښتیا هم ډېره وېروونکې وه. داسې ښکارېده چې ډزې له هغه ځایه کېږي... چېرته چې ټولګي دي."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
هغه وویل: "دا څومره یوه ناوړه پېښه ده. موږ اوس یوازې دا کولی شو چې د قربانیانو لپاره دعا وکړو."
د براون پوهنتون د بوسټن ښار ته نږدې په پراویډنس کې موقعیت لري او شاوخوا ۱۱،۰۰۰ زده کړیالان لري.
دا ډزې په امریکا کې پر ښوونځیو د بریدونو په اوږده لړۍ کې وروستۍ پېښه ده، چېرته چې وسلو ته د اسانه لاسرسي محدودولو هڅې له سیاسي ځنډ سره مخ دي.