فرانسوي چارواکو خبر ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ د تیټو معاشونو او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد په ټول هېواد کې د سلګونو زرو خلکو د لاریونونو پر مهال ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې د ځايي وخت د ماښام تر ۶ بجو پورې د دوی په شمېرو کې د اور لګېدنې ۸۶ پېښې هم شاملې دي. دغه وزارت زیاته کړه چې اجازه ورکړل شوي لاریونونه تر ډېره سوله ییز وو، که څه هم په پاریس، لیون، رین او تولوز ښارونو کې تاوتریخوالی رامنځته شو.
وزارت اټکل کړی چې په ټوله فرانسه کې شاوخوا ۵۷۵,۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې ۶۵,۰۰۰ یې په پاریس کې وو. دوی تر دې وړاندې د لاریونوالو لومړنۍ اټکلي شمېره نږدې ۶۰۰,۰۰۰ ښودلې وه، چې وروسته یې کمه کړه. خو د سي جي ټي (CGT) کارګرو اتحادیې بیا په ټول هېواد کې د ګډونوالو شمېر نږدې ۱.۶ میلیونه او په پلازمېنه کې ۳۵۰,۰۰۰ وښود.
د کارګرو (CGT) اتحادیې مشرې سوفي بیني دا کاربندیز "خورا اغېزمن" وباله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د کارګرانو غوښتنو ته ځواب ووايي.
هغې د پاریس په لاریون کې وویل: "هیڅ شی به موږ ونه دروي." هغې د ټولو کارګرانو لپاره د معاشونو د لوړولو او په لږترلږه معاشونو کې د ۱۰ سلنه زیاتوالي غوښتنه وکړه.
د حکومت د یوې اعلامیې له مخې، لومړي وزیر سباستین لیکورنو اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ به د لومړي وزیر په دفتر (میټینګنون) کې د کارګرو اتحادیو او د کارګمارونکو سازمانونو سره یو "ټولنیز کنفرانس" ترسره شي.
د ښوونځیو او پوهنتونونو چارې ټکنۍ شوې دي
په ټول هېواد کې دغه کاربندیز د ښوونځیو او پوهنتونونو چارې هم ګډوډې کړې.
د لوړو زده کړو وزارت راپور ورکړ چې له ۱۸۴ تعلیمي موسسو څخه په ۶۰ هغو کې چارې ټکنۍ شوې دي، په داسې حال کې چې د (SNES-FSU) اتحادیې وویل چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو ۵۲ سلنه کارکوونکي له کاربندیز سره یوځای شوي دي.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د پاریس او بورډو په ګډون په څو ښارونو کې پولیسو د محصلینو د لار بندولو د مخنیوي لپاره مداخله کړې ده.
دا لاریونونه د محصلینو د هغه غورځنګ په ترڅ کې کېږي چې د سپتمبر په نیمایي کې د ښوونې او روزنې د شرایطو، بودیجې او د کارکوونکو د کمښت په غبرګون کې پیل شوی و.




















