کاناډا د فلسطین د په رسمیت پېژندلو په مسئلې غور کوي - کاناډايي رسنۍ

د کاناډا رسنۍ راپور ورکوي چې کاناډا په دې غور کوي چې فلسطین په رسمیت وپېژني او که نه او  دا چې ایا دغه پېژندنه به له کومو شرطونو سره تړلې وي.

/ Reuters

کاناډا هم د فلسطین د په رسمیت پیژندولو په اړه غور کوي.

د کاناډا رسنۍ راپور ورکوي چې کاناډا په دې غور کوي چې فلسطین په رسمیت وپېژني او که نه او  دا چې ایا دغه پېژندنه به له کومو شرطونو سره تړلې وي.

د راپورونو له مخې، یوې سرچینې چې د نوم اخیستو څخه ډډه کړې  د سه شنبې په ورځ ویلي چې لا تر اوسه پرېکړه نه ده شوې، خو تمه کېږي چې لومړی وزیر مارک کارني د چهارشنبې په ورځ د منځني ختیځ د وضعیت په اړه یوه مجازي کابینې غونډه وکړي.

دغه راپورونه وروسته له هغې خپاره شول چې کارني د بریتانیا له لومړي وزیر کییر سټارمر سره د محاصرې لاندې  غزې سیمې او د فلسطین د پېژندنې په اړه د بریتانیا د دریځ په اړه خبرې وکړې.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند د دوشنبې په ورځ، د دوه دولتونو د حل په اړه  د اوټاوا ژمنتیا بیا تایید کړه.

هغې وویل: "د وضعیت د پیچلتیا سره سره، زموږ ګډ شتون دلته نن ورځ د یوې خبرې اترې حل لپاره د نړیوال قوي ملاتړ څرګندونه کوي، داسې حل چې د فلسطینیانو ځان ټاکنه او د اسرائیلو امنیت یقیني کړي."

نړیوال فشار

تېره اوونۍ د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې پاریس به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په سپټمبر میاشت کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

په همدې اوونۍ کې، سټارمر هم ورته دریځ ونیو او ویې ویل چې که اسرائیل په غزه کې خپل بریدونه پای ته ونه رسوي، د ملګرو ملتونو په غونډه کې به د فلسطین پېژندنه وکړي.

اسرائیل د بریتانیا دغه اقدام وغنده او ویې ویل چې دا به د حماس لپاره "انعام" وي.

فلسطین دا مهال د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې د ۱۴۹ هېوادونو لخوا په رسمیت پېژندل شوی دی — داسې شمېر چې له هغه وخت راهیسې زیات شوی چې اسرائیل په اکتوبر ۲۰۲۳ کې په غزه کې خپل بریدونه پیل کړل.