فرانسې اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني

مکرون : په غزه او نورو فلسطیني سیمو کې د وضعیت د بېړنۍ اړتیا له امله، ما یو ځل بیا د فلسطیني ولسمشر ته د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د فلسطیني دولت د په رسمیت پېژندلو لپاره خپله اراده څرګنده کړه.

/ Reuters

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې د دوشنبې پر ورځ به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

د فرانسې ولسمشر مکرون دا څرګندونې د فلسطین د ولسمشر محمود عباس سره د ټیلیفوني خبرو نه وروسته وکړې.

مکرون د ټولنیزې رسنۍ لخوا په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ما اوس د فلسطیني ادارې له ولسمشر محمود عباس سره خبرې وکړې.

لومړی، ما هغه ته د "رو ډوزیر" پر سړک د ترهګریز برید د یوه عامل په نیولو کې د غوره همکارۍ له امله مننه وکړه. موږ ژمنه وکړه چې د هغه د ژر تر ژره سپارلو لپاره به یو ځای کار وکړو.

په غزه او نورو فلسطیني سیمو کې د وضعیت د بېړنۍ اړتیا له امله، ما یو ځل بیا د فلسطیني ولسمشر ته د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د فلسطیني دولت د په رسمیت پېژندلو لپاره خپله اراده څرګنده کړه. دا په رسمیت پېژندنه په سیمه کې د یوې پراخې سولې د پلان یوه برخه ده چې موخه یې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو د سولې او امنیت غوښتنو ته ځواب ویل دي.

ما د فلسطیني ادارې څخه خپلې غوښتنې یادې کړې، او ولسمشر عباس یو ځل بیا د خپلو ژمنو په عملي کولو، د فلسطیني حکومت په بیا رغولو او د راتلونکي فلسطیني دولت د ثبات لپاره د ننګونو سره د مقابلې لپاره خپل هوډ څرګند کړ. فرانسه به په دې لاره کې له فلسطیني چارواکو سره مرستو ته دوام ورکړي.

موږ به دا ژمنې د ټولې سیمې د امنیت او ثبات لپاره پوره کړو.