د اروپايي ټولنې مشرانو د سوریې د ننګونو د حل په موخه له الشراع سره خبرې کړې دي

د اروپايي شورا مشر انتونیو کوستا او د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین وايي، دوی د سوریې د ټولنیز-اقتصادي بیارغونې لپاره د سیاسي خبرو اترو او ملاتړ زیاتولو ته ژمن دي.

کوسټا او وان ډر لین وايي چې د الشراع سره یې د ګډې همکارۍ په اړه مثبتې خبررې کړي. / AA

د اروپايي ټولنې مشرانو د سوریې د ننګونو د حل په موخه له الشراع سره خبرې کړې دي

د اروپايي شورا مشر انتونیو کوستا او د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین وايي، دوی د سوریې د ټولنیز-اقتصادي بیارغونې لپاره د سیاسي خبرو اترو او ملاتړ زیاتولو ته ژمن دي.
د اروپايي شورا مشر انتونیو کوستا او د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د سوریې له ولسمشر احمد الشراع سره کتلي دي.

د اروپايي ټولنې مشرانو د سې شنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزه شبکه په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې دوی د سوریې د انتقالي پړاو پر مهال د شته ننګونو په اړه له الشراع سره "ښې خبرې اترې" کړې دي.

دوی "له زیان رسوونکو بهرنیو لاسوهنو څخه ازادې، رښتینې، ټول‌شمولې، سوله ییزې او د سوریایانو په مشرۍ انتقالي پروسې" لپاره د خپلې ټولنې پر ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړ.

دوی وویل: "موږ ژمن یو چې خپلې سیاسي خبرې اترې زیاتې کړو، بېړنۍ بشري اړتیاوې پوره کړو او د سوریې د ټولنیز-اقتصادي بیارغونې ملاتړ وکړو."

بشارالاسد، چې نږدې ۲۵ کاله د سوریې د رژیم مشر و، تېر ډسمبر روسیې ته وتښتېد او په دې سره یې د بعث ګوند هغه رژیم پای ته ورساوه چې له ۱۹۶۳ کال راهیسې واکمن و. د جنورۍ په میاشت کې د الشراع په مشرۍ یوه نوې انتقالي اداره جوړه شوه.

د اسد له نسکورېدو راهیسې، د سوریې نوې ادارې سیاسي او اقتصادي اصلاحات پیل کړي، ټولنیز یووالی یې پیاوړی کړی او له سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره یې د همکاریو د پراختیا لپاره کار کړی دی.