افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
په روسیه کې د افغانستان په اړه د "مسکو فارمټ" مشورتي غونډه جوړه شوه
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف: "روسیه په افغانستان کې د اډې جوړولو پلان نه لري" "موږ نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولو هغو هېوادونو له خوا د سفارتونو د پرانیستلو ملاتړ کوو چې له افغانستان سره اړیکې جوړوي
په روسیه کې د افغانستان په اړه د "مسکو فارمټ" مشورتي غونډه جوړه شوه
په روسیه کې د افغانستان په اړه د "مسکو فارمټ" مشورتي غونډه جوړه شوه / Reuters

په روسیه کې د افغانستان په اړه د "مسکو فارمټ" مشورتي غونډه جوړه شوه

- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف:
- "روسیه په افغانستان کې د اډې جوړولو پلان نه لري"
- "موږ نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولو هغو هېوادونو له خوا د سفارتونو د پرانیستلو ملاتړ کوو چې له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو او د ملاتړ برابرولو ته چمتو دي" –

 د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان په اړه د "مسکو فارمټ" مشورتي غونډه جوړه شوه.

دا غونډه چې د مسکو په یوه هوټل کې اووم ځل جوړه شوه، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د افغانستان د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تر څنګ د هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و.

په غونډه کې چې بیلاروس هم د مېلمه په توګه بلل شوی و، د رسنیو له پوښښ پرته ترسره شوه.

- "موږ په افغانستان کې د امریکا د سفارت د پرانیستلو هرکلی کوو"

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د غونډې له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته څرګندونې وکړې.

کابلوف د غونډې پر اهمیت ټینګار وکړ او داسې ارزونه یې وکړه: "دې غونډې وښوده چې د سیمې ټول هېوادونه هوډ لري چې د متقابلو ګټو پر بنسټ له افغان حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي."

کابلوف وویل چې د افغانستان له خلکو سره باید د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مرسته وشي.

نوموړي دې ته پام راواړاوه چې له غونډې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر متقي سره لیدلي وو او زیاته یې کړه: "متقي وویل چې افغان حکومت به پر خپله خاوره د هېڅ بهرنۍ اډې د ځای پر ځای کېدو اجازه ورنکړي. دا خبره د بګرام پر هوايي اډې هم پلي کېږي."

کابلوف په ټینګار سره وویل چې روسیه هم د دې کار مخالفه ده او زیاته یې کړه: "روسیه په افغانستان کې د اډې جوړولو پلان نه لري."

کابلوف په افغانستان کې د امریکا له خوا د سفارت د پرانیستلو د غوښتنې هرکلی وکړ او ویې ویل: "موږ نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولو هغو هېوادونو له خوا د سفارتونو د پرانیستلو ملاتړ کوو چې له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو او د ملاتړ برابرولو ته چمتو دي."

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ