د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت تایید کړه چې په ریاض کې د ارامکو اړوند یوه اداري ودانۍ د یوه برید په هڅه کې په نښه شوې ده.
په وروستیو میاشتو کې د ارامکو تاسیسات او زیربناوې په پرله پسې ډول د حوثي ملیشو له خوا په نښه شوي، چې ټانکرونه، د تصفیې کارخانې ، د ذخیره کولو سیمې او د شرکت مرکزي دفترونه ټول د دې ډلې له خوا په نښه شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال هغه اوربند چې د یمن اوږدمهاله جګړه یې درولې وه، په جولای کې مات شو، او له هغه وخت راهیسې سعودي عربستان له حوثیانو سره بریدونه تبادله کړي، چا چې د سعودي هوایي ډګرونه، د انرژۍ زیربناوې او پوځي ځایونه په نښه کړي دي.
د ایران په ملاتړ حوثي ملیشو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله، او د سعودي په مشرۍ ایتلاف یو کال وروسته د حکومت په ملاتړ په دې جګړه کې داخل شو.
د ارامکو لوړپوړیزې ودانۍ په سیمه کې یوه عیني شاهد فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې دوی ولیدل چې یو (توغندی) پر ودانۍ ولګېده، خو دوی ډاډه نه وو چې دا کوم ډول توغندی وه.
د ملک عبدالله مالي سیمه د دغه هېواد د روانو اقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو یوه له خورا څرګندو بېلګو څخه ده، چې د ښيښه یي لوړپوړیزو ودانیو، لوړ پوړو پرچون پلورنځیو او شنو ساحو په درلودلو سره یې سیمه پوښلې ده.
د کافډ (KAFD) سیمه د دغه هېواد د ځینو لویو کورنیو شرکتونو او د گولډمن ساکس په څېر د معتبرو نړیوالو شرکتونو کور دی.
د دغه هېواد د اغېزناک حاکمیتي شتمنۍ صندوق (د عامه پانګونې صندوق) او د سعودي د ونډو بازار مرکزي دفترونه هم د دې سیمې په زړه کې موقعیت لري.
د دې سیمې په نښه کول، چې د استوګنې کورونه او د میټرو یو لوی تمځای هم پکې دی او د سهار د ګڼې ګوڼې پر مهال پکې د مسافرینو ډېر تګ راتګ وي، له حوثي ملیشو سره د پاچاهۍ په جګړه کې د یوه لوی شدت (زیاتوالي) ښکارندويي کوي.
په لندن کې د مینا انلایټیکا په نوم د خطرونو د مشورتي ادارې یوه غړي اندریس کریګ د سعودي عربستان د اقتصادي تنوع پلان ته په اشارې سره فرانس پرېس ته وویل: "زه دا د ۲۰۳۰ کال د لرلید پر اعتبار باندې د ارامکو په کچه یو برید ګڼم."
"دا په یمن کې د سعودي عربستان د عملیاتو سیاسي لګښتونه زیاتوي، هغه کسان پیاوړي کوي چې د پوځي تاوتریخوالي زیاتولو غوښتنه کوي، او دا دلیل کمزوری کوي چې ریاض کولای شي د هوايي ځواک له لارې مخنیوی بېرته راولي. حوثیان د سعودي عربستان اقتصادي بدلون د یوې داسې جګړې یرغمل کوي چې ګټل یې ورځ تر بلې ناممکن کېږي."
یوه شاهد وویل چې داسې ښکاري د ارامکو برج څو پوړونو ته زیان رسېدلی، چې ښيښې یې ماتې شوې او د برج د مخکینۍ برخې یوه برخه ویجاړه شوې ښکاري.
"له نېکه مرغه پدې پېښه کې د چرو د لوېدو له امله ودانۍ ته لږ زیان رسېدلی، خو د کومې مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی."
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په وار وار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د بې پیلوټه الوتکو، توغندیو، د هوايي دفاعي سیسټمونو او د بریدونو د اغېزو له فلم اخیستلو او عکسونو خپرولو څخه ډډه وکړي.
پرله پسې بریدونه
دا برید څو ساعته وروسته له هغه کېږي چې د دغه هېواد د پوهنې وزارت د شنبې په وروستیو کې اعلان وکړ، چې په ریاض کې د بریدونو له یوې پخوانۍ څپې وروسته د څو اونیو آنلاین (له لرې) زده کړو څخه وروسته، بېرته حضوري زده کړې پیلوي.
د ایتلاف ویاند ترکي المالکي د یکشنبې په سهار په خواله رسنیو کې په یوه پوسټ کې وویل چې "هوايي دفاع هغه دوه بالیسټیک توغندي شنډ او له منځه یووړل چې د حوثي ترهګرو ملیشو لخوا د ریاض په لور توغول شوي وو"، په داسې حال کې چې د سعودي په پلازمېنه کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
دغه هېواد (سعودي) پر خپلو متحدینو د مرستې لپاره فشار راوړی، ځکه چې دا د حوثي ملیشو لخوا هره ورځ تر بریدونو لاندې راځي، هغو ملیشو چې په دې وروستیو کې د سرې بحیرې سواحلو پراخې سیمې د ریاض په ملاتړ له حکومت څخه نیولې دي.
ګڼو یمني چارواکو فرانس پرېس ته وویل، چې په زرګونو سوري سرتېري سعودي عربستان او یمن ته د ځای پرځای کېدو په حال کې دي، چې ځینې یې له مخکې هلته رسېدلي دي.
ملګري ملتونه وايي چې په بې وزله یمن کې د جګړې له بیا پیل راهیسې تر ۱۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۳۰۰ زرو ډېر بې ځایه شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال کمزوری اوربند وروسته له هغه مات شو کله چې حوثیانو یوې ایراني الوتکې ته اجازه ورکړه چې د یمن په فضا باندې د سعودي د کنټرول پر خلاف د یمن په پلازمېنه صنعا کې کښته شي، چې له امله یې د بریدونو لړۍ پیل شوه.
وروسته، حوثي ملیشو د سعودي عربستان سمندري کلابندي اعلان کړه او د هغوی پر کښتیو، خاورې او د تیلو پر تاسیساتو یې بریدونه پیل کړل، او له هغې مخکې یې په چټکو عملیاتو کې د یمن ټول سور سمندرګی ساحل ونیو.






















