نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ او نتانیاهو په ټیلیفوني خبرو کې پر ایران د نویو بریدونو پر سر لفظي شړه وکړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ - نتنیاهو

د خپرو شویو راپورونو له مخې، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اونۍ په پای کې د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو د بیا پیلولو په اړه د سختو اختلافاتو له امله په یوه تلیفوني اړیکه کې سره سخته لفظي شخړه وکړه.

د اسرائیلو «یدیعوت احرونوت» ورځپاڼې د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې دا تلیفوني خبرې اترې خورا جنجالي وې، تر دې چې یوې باخبرې سرچینې دا تماس «له ناورین ډک او په چیغو ډکې خبرې اترې» وبللې.

د نتانیاهو دفتر په چټکۍ سره دا خبر رد کړ او ادعا شوی اختلاف یې «جعلي خبرونه او مطلق بې معنی» وباله. دا بیان وروسته له هغې خپرېږي چې فایننشل تایمز راپور ورکړی و چې نتانیاهو د تهران پر وړاندې د پوځي اقداماتو د ترسره  کولو لپاره له ټرمپ سره په پرله‌پسې توګه د تماس په حال کې دی.

د اسرائیلو په نوې پآرلمان کې؛ هرزوګ د نویو ټاکنو د مخنیوي غوښتنه وکړه

د اسرائیلي خبري سرچینې Ynet د راپور له مخې، د اسرائیلو پارلمان د ۲۶ مې دورې لومړۍ رسمي غونډه د غړو د لوړې د مراسمو سره پیل کړه؛ په غونډه کې د اسرائیل  ولسمشر اسحاق هرزوګ د پارلمان له وکیلانو وغوښتل چې د نویو او له وخته مخکې ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونیسي.

په دغو مراسمو کې د پارلمان ۱۲۰ واړه نوي ټاکل شوي غړي راټول شوي وو، په داسې حال کې چې د نوي ایتلافي حکومت د تشکیل په موخه سیاسي خبرې اترې جریان لري.

هرزوګ استازو ته په وینا کې وویل: «تاسو باید په خپل ټول توان سره د بیا ټاکنو د مخنیوي هڅه وکړئ.» هغه زیاته کړه: «هغه ولس چې تاسو یې ټاکلي یاست، د عادي وضعیت، امنیت او ثبات پر لور د تګ تمه لري.»

د بشري حقونو یو سازمان له امریکا وغوښتل چې په غزه کې د جنګي جرمونو تورن عسکر محاکمه کړي

د هند رجب بشري حقونو بنسټ د امریکا د عدلیې له وزارت غوښتنه کړې چې سمدستي ایفي روبن سټاین (Effi Rubinstein)، چې د امریکا او اسرائیلو دوه ګونی تابعیت لري، په ټوله غزه کې د جنګي جرمونو او نسل وژنې په تور تعقیب او محاکمه کړي.

په رسمي شکایت کې راغلي چې روبن سټاین د اسرائیلي پوځ د ۴۰۱مې لوا د ۵۲مې کنډک په «ویمپائر امپراتورۍ» نومې ځانګړي واحد کې دنده ترسره کوله.

دا پوځي واحد د شپږ کلنې فلسطینۍ نجلۍ هند رجب، د هغې د کورنۍ د غړو او د هغوی د ژغورلو لپاره اېستل شویو دوو ډاکټرانو او طبي کارکوونکو د وژنې اصلي مسؤل بلل کېږي چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په ۲۹مه په غزه کې په نښه شول.

د روسیې او اوکراین د ابوظبۍ له خبرو وروسته؛ زیلینسکي د امریکا په دریځ کې د بدلون هرکلی وکړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د متحده ایالاتو په منځګړیتوب په ابوظبي کې د اوکراین، روسیې او امریکا ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو له لومړۍ ورځې وروسته د امریکایي استازو په پیغامونو او څرګندونو کې د مثبت بدلون هرکلی وکړ.

په کوپنهاګن کې په یوه مطبوعاتي غونډه کې، کله چې له زیلینسکي څخه د امریکا د ولسمشر د ځانګړو استازو جیرید کوشنر او سټیو ویټکوف د ډیپلوماټیک چلند په اړه وپوښتل شول، هغه وویل: «زه ژور بدلونونه وینم او له هغه څه خورا خوښ یم چې ما واورېدل.»

زیلینسکي دا هم تایید کړه چې په اماراتو کې دا روانې خبرې اترې د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو د یوې پراخې او جامع تبادلې لپاره لاره هواروي.

تورکیې د قبرس په خبرو اترو کې د پرمختګ هرکلی وکړ

تورکیې د درې اړخیزې غونډې له ترسره کېدو وروسته په قبرس کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د باور جوړونې په پړاوونو کې د پرمختګ د رامنځته کېدو هرکلی وکړ.

د تدرکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند اونجو کیچیلي (Öncü Keçeli) وویل چې د لاریو او نویو تېرېدونکو نقطو د پرانستلو پر سر محدود پرمختګ شوی دی؛ دا هغه مسله ده چې تر یوه او نیم کال زیاته موده راهیسې د خبرو اترو په اجنډا کې شامل وه.

کیچلي پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي: «د همکارۍ په برخو کې نور مثبت ګامونه، د لنډمهالو سرحدي لارو د پرانستلو په ګډون، به له سرمنشي سره په راتلونکې درې اړخیزه غونډه کې ممکنه وي، په دې شرط چې د یوناني قبرس اداره خپل سخت او نا نېغ دریځ بدل کړي.»

وپلټۍ
په پولنډ کې د مرګوني بریدونو شکمن کس په روغتون کې ساه ورکړه
ایران وايي چې د قشم ټاپو باندې د امریکا بریدونو حیاتي زیربناوو ته کوم زیان نه دی رسولی.
په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) پیل شوه.
د کابل د «بالا حصار» کلا دقیقه بیارغونه د افغانستان د دوه زره کلن تاریخ رازونه رابرسېره کوي
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ