افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
پاکستان په افغانستان کې په بریدونو کې د ۴۱۵ تنو د وژلو ادعا کوي
کابل ادعا کوي چې د پولې په اوږدو کې د غچ اخیستونکو عملیاتو له امله په نښتو کې ۵۵ ملکي وګړي وژل شوي، په داسې حال کې چې پاکستان وایي له ۴۰۰ ډېر افغان طالب ځواکونه یې وژلي او د ملکي وګړو په نښه کول ردوي.
پاکستان په افغانستان کې په بریدونو کې د ۴۱۵ تنو د وژلو ادعا کوي
پاکستان په افغانستان کې په بریدونو کې د ۴۱۵ تنو د وژلو ادعا کوي / Reuters

د افغانستان او پاکستان ترمنځه په نښتو کې پاکستان د ۴۱۵ تنو د وژلو ادعا‌ء کوي. افغانستان بیا  د پاکستان د ادعا‌ء په ردولو سره په نښتو کې د ۵۵ تنو د وژل کیدو یادونه کوي.

کابل ادعا کوي چې د پولې په اوږدو کې د غچ اخیستونکو عملیاتو له امله په نښتو کې ۵۵ ملکي وګړي وژل شوي، په داسې حال کې چې پاکستان وایي له ۴۰۰ ډېر افغان طالب ځواکونه یې وژلي او د ملکي وګړو په نښه کول ردوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی، چې دواړه لوري یو بل ته د درندو تلفاتو اړولو اړوند  ضد او نقیضې ادعاوې کوي.

د افغان حکومت یوه ویاند د یکشنبې په ورځ وویل چې له پاکستان سره په نښتو کې ۵۵ ملکي وګړي وژل شوي دي. د افغان حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د پنجشنبې له ورځې راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۹ نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه چې لږ تر لږه ۱۲ د استوګنې کورونه هم ویجاړ شوي او دغه مرګ ژوبله د پکتیکا، خوست، کونړ، ننګرهار او کندهار په ولایتونو کې رامنځته شوې ده.

بل لور ته پاکستان ټینګار کوي چې د "ځان د دفاع" په عملیاتو کې یې ډاډ ترلاسه کړی چې ملکي وګړي په نښه نه شي. د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د یکشنبې په ورځ وویل چې د پنجشنبې له ورځې راهیسې په هوایي بریدونو او نښتو کې ۴۱۵ افغان طالبان او شکمن ترهګر وژل شوي او تر ۵۸۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

کابل بیا ادعا کوي چې په نښتو کې یې ۵۶ پاکستاني سرتېري وژلي دي.

د دواړو لورو د شمېرو له مخې، تر اوسه په ټولیزه توګه ۸۱ کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۱۲ پاکستاني سرتېري او یو ملکي وګړی شامل دي، په داسې حال کې چې کابل د خپلو ۱۳ سرتېرو د وژل کېدو او د ۵۵ ملکي وګړو د ژوند له لاسه ورکولو خبر ورکړی دی. یو پاکستانی سرتېری لا هم ورک دی. د اسلام اباد او کابل له خوا د مرګ ژوبلې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې د پنجشنبې له ورځې راهیسې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې کابل د فبرورۍ په وروستیو کې د پاکستان تر هوایي بریدونو وروسته د پولې په اوږدو کې "غچ اخیستونکي عملیات" پیل کړل.

په یوه بل خبر کې، پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې د شنبې په ورځ یې د قلعه سیف الله په سیمه کې د "ترهګرو" د نفوذ هڅه ناکامه کړې ده. د راپور له مخې، "د پاکستاني وسله والو ځواکونو له خوا د نفوذ د هڅې تر ناکامولو وروسته ګڼ شمېر ترهګر ووژل شول."

د فبرورۍ په وروستیو کې پاکستان په افغانستان کې په څو نقطو هوايي بریدونه وکړ چې له امله يي په لسګونو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ. پاکستان وویل چې په   "ترهګریزو اهدافو" يي هوایي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ۷۰ تنه ووژل، په داسې حال کې چې افغان چارواکو او ملګرو ملتونو بیا ویلي دي چې دا بریدونه پر ملکي سیمو شوي دي او د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر يي ورکړی و، خو پاکستان دغه ادعاوې ردوي.

په وروستیو میاشتو کې اړیکې وروسته له هغې خرابې شوې چې پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې ترهګر د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، هغه تور چې کابل یې ردوي، سره له دې چې د تاوتریخوالي د کمولو په هڅو کې سیمه ییزې ډیپلوماټیکې اړیکې دوام لري.

وپلټۍ
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې