اقتصاد
3 د لوستلو دقیقې
افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د بدیلو لارو د موندولو هڅه کوي
افغانستان د سوداګرۍ وزیر د چهارشنبې په ورځ هند ته په خپل لومړني سفر ورسېد ترڅو د زیاتو پانګونو او توکو د جلبولو هڅه وکړي. په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه له ګاونډي پاکستان سره د اړیکو د خرابیدو په شالید کې د خپلو اړیکو د ښه کولو پر لارو چارو غور کوي
افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د بدیلو لارو د موندولو هڅه کوي
افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د بدیلو لارو د موندولو هڅه کوي / Reuters

افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د بدیلو لارو د موندولو هڅه کوي

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د چهارشنبې په ورځ هند ته په خپل لومړني سفر ورسېد ترڅو د زیاتو پانګونو او توکو د جلبولو هڅه وکړي. په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه له ګاونډي پاکستان سره د اړیکو د خرابیدو په شالید کې د خپلو اړیکو د ښه کولو پر لارو چارو غور کوي.

هند تیره میاشت له طالبانو سره خپلې اړیکې وروسته له هغه پراخې کړې چې په کابل کې یې خپل سفارت بېرته پرانیست. دغه سفارت وروسته له هغه تړل شوی و طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته واک ته ورسیدل. نوی ډیلی دغه راز دغه هېواد ته خپلې مرستې زیاتوي، ځکه چې د نفوذ لپاره له چین سره سیالي کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي به له خپل هندي سیال او د بهرنیو چارو له وزیر او همدارنګه له سوداګرو او پانګوالو سره خبرې وکړي.

په بیان کې زیاته شوې: "دا غونډې به د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پر اسانولو، د ګډو پانګونو د فرصتونو پر رامنځته کولو او د سیمه ییزو ترانزیټي لارو په پیاوړتیا کې د افغانستان پر رول تمرکز وکړي."

افغانستان چې په وچه کې راګیر دی، په وروستیو اوونیو کې له پاکستان سره د خپلې پولې له تړلو وروسته د غلو، درملو او صنعتي توکو د لاسرسي په لټه کې دی. تیره میاشت د دواړو ګاونډیانو افغانستان او پاکستان  ترمنځ په وسله والو نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول.

هند د ایران د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره ځمکنۍ اړیکې لري او تیره میاشت یې له امریکا څخه د شپږو میاشتو لپاره د بندیزونو معافیت ترلاسه کړ ترڅو خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، چې دا کار د پاکستان پر کراچۍ بندر د کابل تکیه کموي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت رویټرز ته ویلي، په تیرو شپږو میاشتو کې د ایران له لارې د افغانستان سوداګري ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، چې له پاکستان سره د ۱.۱ میلیارد ډالرو له راکړې ورکړې څخه لوړه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندھیر جیسوال، پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي: "د دوه اړخیزو سوداګریزو او پانګونېزو اړیکو پرمختګ د دې سفر اصلي تمرکز دی." هغه د دې تر څنګ په ډیلي کې د عزیزي د رسیدو یو عکس هم خپور کړی دی.

هند او افغانستان په تاریخي توګه دوستانه اړیکې لري، خو د طالبانو د پخواني رژیم پر مهال داسې نه و، او نوی ډیلی د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني.

شنونکي وايي چې نوی ډیلی او طالبان له پاکستان سره د اړیکو د خرابیدو او همدارنګه په افغانستان کې د چین د نفوذ د زیاتیدو په اړه د نوي ډیلي د اندیښنو له امله خپلې اړیکې له سره تنظیموي.

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو