منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
اندونیزیا پر غزې مرستندویه کاروان د وګړو د نیولو له امله پر اسرائیلو د قانوني اقدام په اړه غور کوي
اندونیزیا د خپلو هغو وګړو د خلاصون لپاره چې د غزې په لور د "ګلوبل صمود کاروان پر مرستندویه کاروان د اسرائیلي ځواکونو له برید وروسته نیول شوي، پر قانوني ګامونو غور کوي.
اندونیزیا پر غزې  مرستندویه کاروان د وګړو د نیولو له امله پر اسرائیلو د قانوني اقدام په اړه غور کوي
اندونیزیا پر غزې مرستندویه کاروان د وګړو د نیولو له امله پر اسرائیلو د قانوني اقدام په اړه غور کوي

د اندونیزیا د حقوقي چارو همغږي کوونکي وزیر وویل: "موږ به ډېر ژر پیاوړي قانوني ګامونه پورته کړو، ځکه زموږ په ډیموکراتیک هېواد کې د آزادۍ او مدني حقونو تضمین شتون لري."

اندونیزیا د خپلو هغو وګړو د خلاصون لپاره چې د غزې په لور د "ګلوبل صمود کاروان پر مرستندویه کاروان د اسرائیلي ځواکونو له برید وروسته نیول شوي، پر قانوني ګامونو غور کوي.

د حقوقي چارو همغږي کوونکي وزیر، یوسریل احزا مهندرا وویل چې دا اندونیزیایان د دوشنبې په ورځ د مدیترانې په ختیځ کې د قبرس سواحلو ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو له خوا د کاروان د ودرولو پر مهال ونیول شول.

د جاکارتا ګلوب  د راپور له مخې، یوسریل د سه شنبې په ورځ وویل: "دا موضوع باید سمدستي روښانه شي او موږ به ډېر ژر پیاوړي قانوني ګامونه پورته کړو، ځکه زموږ په ډیموکراتیک هېواد کې د آزادۍ او مدني حقونو تضمین شتون لري؛ نو زموږ خلک باید له فشار سره مخ نه شي او خپله آزادي له لاسه ورنکړي."

خو یوسریل یادونه وکړه چې حکومت تر اوسه د نیول کېدو په اړه رسمي تایید نه دی ترلاسه کړی او د بهرنیو چارو له وزارت سره په دې اړه همغږي روانه ده. اندونیزیا له اسرائیلو سره هیڅ ډول ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري.

تر دې وړاندې اندونیزیا د اسرائیلي پوځ له خوا د دغه مرستندویه کاروان درول په کلکو ټکو غندلي وو. د راپورونو له مخې، د دوو خبریالانو په ګډون ۹ اندونیزیایان د اسرائیلو له خوا نیول شوي دي.

د اندونیزیا د مخابراتو وزیرې میوتیا حافظ وویل: "موږ د هغو اندونیزیایي خبریالانو په اړه چې غزې ته د بشري ماموریت خبري پوښښ یې کاوه، ژوره اندېښنه لرو."

د "ګلوبل صمود فلوټیلا" تنظیموونکو ویلي چې د ۶۰ کښتیو له دغه کاروان څخه پر ۱۰ کښتیو په نړیوالو اوبو کې برید شوی او اسرائیلي ځواکونه ورننوتلي دي. د سه شنبې په ورځ اسرائیلي رسنیو خبر ورکړ چې د کاروان نږدې ۴۰ کښتۍ د سمندري ځواکونو له خوا نیول شوې او شاوخوا ۳۰۰ فعالان توقیف شوي دي.

دا کاروان د پنجشنبې په ورځ د تورکیې له مرمریس  سیمې څخه روان شوی و ترڅو پر غزې د ۲۰۰۷ کال راهیسې لګول شوې کلابندي ماته کړي. په دغه ماموریت کې د ۳۹ هېوادونو ۴۲۶ ګډونوالو برخه درلوده، چې پکې د ترکیې، جرمني، امریکا، ارجنټاین، استرالیا، برازیل، اندونیزیا، فرانسې، برېتانیا، کاناډا او پاکستان وګړي شامل وو.

دا پر دغه کاروان لومړی برید نه دی؛ د اپریل پر ۲۹مه هم د یونان د کرېټ  ټاپو ته نږدې پر دغه کاروان برید شوی و.

 

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي