منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په غزه کې د رسمي اوربند سره  سره د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلو د روانو بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی.
په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
غزه

د د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له اوربند راهیسې د اسرائیلو په پرلپسې بریدونو کې ۱۳۹۹ کسان وژل شوي او ۴ زره و ۸۶۳ کسان ټپیان شوي دي.

که څه هم رسمآ اوربند نافذ دی، خو د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي پوځ د دوامداره بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ تنو نورو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په غزه کې د روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې پر دغې سیمې د اسرائیلو په بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې تازه شمېرې له رسنیو سره شریکې شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵ وژل شویو کسانو جسدونه او ۲۵ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په سیمه کې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې د اوربند له رسمي ټینګښت څخه تر دې دمه د اسرائیلو په ځوابي او تعرضي بریدونو کې ۱۳۹۹ کسان وژل شوي او ۴ زره و ۸۶۳ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې څخه بیا تر اوسه پر غزه د اسرائیلو د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو ټول شمېر ۷۳ زره و ۹۱۹ او د ټپیانو شمېر ۱۷۴ زره و ۹۷۷ تنو ته رسېدلی دی 

همدارنګه راپورونه زیاتوي چې د غزې تړانګې تر ویجاړیو او کنډوالو لاندې لا هم د زرګونو کسانو مړي پاتې دي.

 

وپلټۍ
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.