ساینس او ټکنالوژي
3 د لوستلو دقیقې
فرانسوي ورځپاڼه : د تورکیې نوې الوتکې لیږدونکې کښتۍ به د فرانسې د چارلس دې ګول کښتۍ څخه پرمختللې وي
د فرانسوي ورځپاڼې د راپور له مخې، تورکیه به د هغه هیوادونو په کتار کې یو ځای شي چې د الوتکو لیږدونکو کښتیو د جوړولو وړتیا لري.
فرانسوي ورځپاڼه : د تورکیې نوې الوتکې لیږدونکې کښتۍ به د فرانسې د چارلس دې ګول کښتۍ څخه پرمختللې وي
/ AA

فرانسوۍ ورځپاڼې "لې فیګارو" په یوه خپاره کړي خبر کې ویلي، چې تورکیه د خپلې نوې ملي الوتکې وړونکې بېړۍ په جوړولو سره چمتووالی نیسي ترڅو په سمندري وړتیاوو کې د فرانسې له الوتکې وړونکې بېړۍ "چارلس ډي ګول" څخه مخکې شي.

په دې مقاله کې، چې د سه‌شنبې په ورځ خپره شوې، تېره اونۍ په ټیکنوفېسټ (چې د نړۍ تر ټولو لوی د هوايي چلند، فضا او ټکنالوژۍ فیستیوال دی) کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د ملي الوتکې وړونکې بېړۍ پروژې په اړه رسمي څرګندونو ته ځای ورکړل شوی دی.

د ملي الوتکې وړونکې بېړۍ، چې "یوه ستره پروژه" بلل شوې، په اړه ویل شوي چې ۲۸۵ متره اوږدوالی، ۷۲ متره سور او تر ۶۰،۰۰۰ ټنو ډېر وزن به ولري. لې فیګارو لیکلي: "دا بېړۍ به په ښکاره توګه د فرانسې له 'چارلس ډي ګول' بېړۍ څخه، چې د مدیترانې امیرالبحري بېړۍ ده او ۲۶۱ متره اوږدوالی او ۴۲،۵۰۰ ټنه وزن لري، مخکې شي." مقالې دا هم په ګوته کړې چې تورکیه غواړي د دې نوې پروژې له لارې په سمندري دفاع کې یو پیاوړی اغېز رامنځته کړي.

دا بېړۍ چې MUGEM (ملي الوتکې وړونکې بېړۍ) نومېږي، تمه ده چې په ۲۰۲۷-۲۰۲۸ کلونو کې اوبو ته ښکته کړی شي او تر ۲۰۳۰ کال پورې په خدمت پیل وکړي. په دې بېړۍ کې به جنګي الوتکې او پرمختللې بې پیلوټه جنګي الوتکې  ولېږدول شي.

خبر دا هم زیاته کړې، چې دا به د تورکیې لومړنۍ په ځايي کچه ډیزاین او جوړه شوې الوتکه وړونکې بېړۍ وي او د هېواد په سمندري وړتیاوو کې به یو مهم ګام وي.

تورکیه د الوتکې وړونکو بېړیو د 'غوره' کلب غړیتوب ترلاسه کوي

د MUGEM پروژه موخه لري چې په مدیترانه او نړیواله کچه د ترکیې سمندري شتون پیاوړی کړي.

لې فیګارو د انجینر ډګرمن آیکوت ډیمیرزن څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې دا بېړۍ به د خپل پرمختللي هایډروډینامیک ډیزاین له امله وکولی شي د ترکیې او نیویارک ترمنځ پرته له دې چې سونګ توکي واخلي، سفر وکړي.

د محاسبو له مخې، د بېړۍ جوړښت به د سونګ توکو مصرف شاوخوا ۱.۵ سلنه راکم کړي او د بېړۍ عملیاتي موثریت به لوړ کړي.

ویل شوي چې بېړۍ داسې ډیزاین شوې چې شاوخوا ۵۰ الوتکې ولېږدوي، چې په کې بې پیلوټه او جنګي الوتکې شاملې دي.

د لوېدیځو هېوادونو د الوتکو وړونکو بېړیو برعکس، MUGEM به له پیل څخه د بې پیلوټه الوتکو لکه قزل ایلما (KIZILELMA) او انکا ۳ (ANKA 3) سره په مطابقت کې ډیزاین شي (چې د ټیټ لید وړتیا لري، د الوتکې وړونکې بېړۍ لپاره مناسبې او جېټ انجن لرونکې بې پیلوټه جنګي الوتکې دي).

پر دې سربېره، MUGEM به د ترکي سوپرسونیک پرمختللې جېټ روزونکې او سپکې جنګي الوتکې حورجیټ (HÜRJET) کوربه هم وي، چې تر ۸۰ سلنې ډېرې برخې یې په ځايي کچه تولید شوي دي.

په خبر کې د پروژې په اړه د اردوغان څرګندونو ته هم ځای ورکړل شوی او دې ته پام اړول شوی چې دا بېړۍ به د ۲۳۱ متره اوږدوالي لرونکې TCG انادولو بېړۍ څخه، چې د بې پیلوټه الوتکو لېږدونکې امفیبي بریدګره بېړۍ ده، هم لویه وي.

د مقالې په وینا: "که مهالوېش د پلان سره سم پرمخ لاړ شي، ترکیه به د هغو غوره هېوادونو لکه امریکا، روسیې، فرانسې او چین په کتار کې شامله شي چې د دې کچې الوتکې وړونکې بېړۍ جوړولی شي."

 

وپلټۍ
د تورکیې او ایټالیا د بې پیلوټه الوتکو  ملګرتیا د تولید لومړي پړاو ته نږدې شوې ده
د تورکیې قزل‌ایلما جنګي بې پیلوټه الوتکې د اسلسان نوی برېښنايي ډال ترلاسه کړ
د تورکیې بې پیلوټه جټ الوتکې قزل ایلما یو ډیر مهم ازمایښت په بریالیتوب سرته ورسو
روسیې د  فضايي ادارې په وینا،د سویوز فضايي بیړۍ د روسي  او امریکایي ستورمزلو سره فضا ته الوتنه وکړه
تورکي شرکتونو د فولادي ګنبد دفاعي سیسټم د ملاتړ لپاره د ۶.۵ ملیارد ډالرو قراردادونه لاسلیک کړل
تورکي دفاعي شرکتونه په طبیعي پیښو کې د کارونې لپاره ژوند ژغورونکي ډرونونه جوړوي
د تورکیې "قزل ایلما" بې پیلوټه جنګۍ الوتکې په مجازي ازموینه کې F-16 وویشتله
د معلوماتو پر سر د ټیکنالوژۍ د سترو شرکتونو کنټرول ډیموکراسۍ ته "جدي ګواښ" پېښوي: هالنډۍ رسنۍ
چینايي ستورمزلو مځکې ته د راستنیدو ماموریت وځنډید
له توکیو څخه تر نیویارک پورې په ۶۰ دقیقو کې د سفر امکان
تورکیه د دفاعي صنعت په برخه په ډاډمندو ګامونو د خپلواکۍ او ځان بسیاینې په لور روانه ده.
د تورکیې کورني پرمختللي  "الټای" جنګي ټانکونه د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شول.
ګوګل په هند کې د ۱۵ میلیارده ډالرو پانګه ونې سره د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتو مرکز جوړوي
د امریکا قانون جوړونکي پر چین د چپ جوړولو د وسایلو پر پلور د پراخو بندیزونو غوښتنه کوي
د ټکنوفیست په فیستیوال کې ګډون کوونکي د تورکیې د فولادي ګمبد هوايي دفاعي سیستم د نږدې نه لیدنه کوي
د تورکیې د ټیکنالوژۍ مخکښ فیسټیوال ټکنوفیسټ په استانبول کې پیل شو
تورکیې د خپل نوي اصلي جګړه ییز ټانک "التای" د پراخ تولید پروسه په انقره کې رسمآ پیل کړه.
(اوپن اې آی) په هند کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا د لویو هڅو په منځ کې د یو ګیګاواټ ډیټا مرکز جوړوي
د تورکیې د ټکنالوژۍ فیسټیوال(ټکنوفیسټ )د استانبول په ښار کې پیل شو
ولسمشر اردوغان د تورکیې د ځايي ټولنیز رسنۍ شبکې "NEXT Sosya کې خپل لومړنی پوست شریک کړ