ساینس او ټکنالوژي
3 د لوستلو دقیقې
فرانسوي ورځپاڼه : د تورکیې نوې الوتکې لیږدونکې کښتۍ به د فرانسې د چارلس دې ګول کښتۍ څخه پرمختللې وي
د فرانسوي ورځپاڼې د راپور له مخې، تورکیه به د هغه هیوادونو په کتار کې یو ځای شي چې د الوتکو لیږدونکو کښتیو د جوړولو وړتیا لري.
فرانسوي ورځپاڼه : د تورکیې نوې الوتکې لیږدونکې کښتۍ به د فرانسې د چارلس دې ګول کښتۍ څخه پرمختللې وي
/ AA

فرانسوۍ ورځپاڼې "لې فیګارو" په یوه خپاره کړي خبر کې ویلي، چې تورکیه د خپلې نوې ملي الوتکې وړونکې بېړۍ په جوړولو سره چمتووالی نیسي ترڅو په سمندري وړتیاوو کې د فرانسې له الوتکې وړونکې بېړۍ "چارلس ډي ګول" څخه مخکې شي.

په دې مقاله کې، چې د سه‌شنبې په ورځ خپره شوې، تېره اونۍ په ټیکنوفېسټ (چې د نړۍ تر ټولو لوی د هوايي چلند، فضا او ټکنالوژۍ فیستیوال دی) کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د ملي الوتکې وړونکې بېړۍ پروژې په اړه رسمي څرګندونو ته ځای ورکړل شوی دی.

د ملي الوتکې وړونکې بېړۍ، چې "یوه ستره پروژه" بلل شوې، په اړه ویل شوي چې ۲۸۵ متره اوږدوالی، ۷۲ متره سور او تر ۶۰،۰۰۰ ټنو ډېر وزن به ولري. لې فیګارو لیکلي: "دا بېړۍ به په ښکاره توګه د فرانسې له 'چارلس ډي ګول' بېړۍ څخه، چې د مدیترانې امیرالبحري بېړۍ ده او ۲۶۱ متره اوږدوالی او ۴۲،۵۰۰ ټنه وزن لري، مخکې شي." مقالې دا هم په ګوته کړې چې تورکیه غواړي د دې نوې پروژې له لارې په سمندري دفاع کې یو پیاوړی اغېز رامنځته کړي.

دا بېړۍ چې MUGEM (ملي الوتکې وړونکې بېړۍ) نومېږي، تمه ده چې په ۲۰۲۷-۲۰۲۸ کلونو کې اوبو ته ښکته کړی شي او تر ۲۰۳۰ کال پورې په خدمت پیل وکړي. په دې بېړۍ کې به جنګي الوتکې او پرمختللې بې پیلوټه جنګي الوتکې  ولېږدول شي.

خبر دا هم زیاته کړې، چې دا به د تورکیې لومړنۍ په ځايي کچه ډیزاین او جوړه شوې الوتکه وړونکې بېړۍ وي او د هېواد په سمندري وړتیاوو کې به یو مهم ګام وي.

تورکیه د الوتکې وړونکو بېړیو د 'غوره' کلب غړیتوب ترلاسه کوي

د MUGEM پروژه موخه لري چې په مدیترانه او نړیواله کچه د ترکیې سمندري شتون پیاوړی کړي.

لې فیګارو د انجینر ډګرمن آیکوت ډیمیرزن څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې دا بېړۍ به د خپل پرمختللي هایډروډینامیک ډیزاین له امله وکولی شي د ترکیې او نیویارک ترمنځ پرته له دې چې سونګ توکي واخلي، سفر وکړي.

د محاسبو له مخې، د بېړۍ جوړښت به د سونګ توکو مصرف شاوخوا ۱.۵ سلنه راکم کړي او د بېړۍ عملیاتي موثریت به لوړ کړي.

ویل شوي چې بېړۍ داسې ډیزاین شوې چې شاوخوا ۵۰ الوتکې ولېږدوي، چې په کې بې پیلوټه او جنګي الوتکې شاملې دي.

د لوېدیځو هېوادونو د الوتکو وړونکو بېړیو برعکس، MUGEM به له پیل څخه د بې پیلوټه الوتکو لکه قزل ایلما (KIZILELMA) او انکا ۳ (ANKA 3) سره په مطابقت کې ډیزاین شي (چې د ټیټ لید وړتیا لري، د الوتکې وړونکې بېړۍ لپاره مناسبې او جېټ انجن لرونکې بې پیلوټه جنګي الوتکې دي).

پر دې سربېره، MUGEM به د ترکي سوپرسونیک پرمختللې جېټ روزونکې او سپکې جنګي الوتکې حورجیټ (HÜRJET) کوربه هم وي، چې تر ۸۰ سلنې ډېرې برخې یې په ځايي کچه تولید شوي دي.

په خبر کې د پروژې په اړه د اردوغان څرګندونو ته هم ځای ورکړل شوی او دې ته پام اړول شوی چې دا بېړۍ به د ۲۳۱ متره اوږدوالي لرونکې TCG انادولو بېړۍ څخه، چې د بې پیلوټه الوتکو لېږدونکې امفیبي بریدګره بېړۍ ده، هم لویه وي.

د مقالې په وینا: "که مهالوېش د پلان سره سم پرمخ لاړ شي، ترکیه به د هغو غوره هېوادونو لکه امریکا، روسیې، فرانسې او چین په کتار کې شامله شي چې د دې کچې الوتکې وړونکې بېړۍ جوړولی شي."

 

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي