د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
اسرائیلو په غزه کې د بې ځایه شویو  پر خیمو بریدونو کې ۳ فلسطینیان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان کړل
اسرائیلي بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په شمالي او سویلي غزه کې د بې ځایه شویو خلکو خیمې او د پیاده خلکو ګڼه ګوڼه په نښه کړې ده.
اسرائیلو په غزه کې د بې ځایه شویو  پر خیمو بریدونو کې ۳ فلسطینیان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان کړل
اسرائیلو په غزه کې د بې ځایه شویو  پر خیمو بریدونو کې ۳ فلسطینیان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان کړل

اسرائیلو په غزه کې د بې ځایه شویو په خیمو باندې په خپلو هوايي بریدونو کې ۳ فلسطینیان شهیدان کړي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تل ابیب د اوربند له هوکړې څخه سرغړونې ته دوام ورکوي.

روغتیايي سرچینو د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي چې د سویلي غزې د خان یونس په لوېدیځ کې د بې ځایه شویو پر دوو خیمو د اسرائیلو په بریدونو کې یوه ۱۵ کلنه فلسطینۍ نجلۍ، اسلام ابوشماله، او د هغې ۳۵ کلن ورور، عبدالله، شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې یوې اسرائیلي ډرون الوتکې د خان یونس لوېدیځ لور ته په "المواسي" سیمه کې د الرشید سړک ته نږدې دوه نږدې خیمې وویشتې. دوی زیاته کړه چې په دې برید کې دواړه خیمې ویجاړې شوې، نږدې پناه ځایونو ته زیان ورسېد او ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله واوښته. وروسته، ۴۵ کلن ظاهر ابو سالم هم د هغو ټپونو له امله ساه ورکړه چې په همدې برید کې ورته رسیدلي وو.

ډرون الوتکو پر ولسي غونډو بریدونه کړي

په غزه ښار کې ۱۸ فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وروسته له هغې ټپیان شول چې یوې اسرائیلي ډرون الوتکې په "الجلاء" سړک کې پر لارویانو برید وکړ؛ د دوو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. دا برید د بې ځایه شویو خلکو د یوې خیمې نږدې پر پیاده کسانو په داسې حال کې وشو چې له سیمې څخه یو عامه موټر هم تېرېده.

د غزې په شمال کې په جبالیا کې، یوه ۹ کلنه نجلۍ وروسته له هغې ټپي شوه چې یوې اسرائیلي ډرون الوتکې د "الفلوجه" په سیمه کې د فلسطینیانو پر یوې ډلې بم وغورځاوه.

د امنیتي کرښو څخه د پوځي وسایطو پرمختګ

په منځنۍ غزه کې، دوه اسرائیلي ټانکونه او یو پوځي بلدوزر د المغازي کمپ سویل ختیځ او د دیر البلح ختیځ ته په سیمه کې تر درنې ډزې لاندې شاوخوا ۲۰۰ متره د لوېدیځ لور ته پرمختګ کړی. یادو وسایطو هغه ژیړ کانکریټي بلاکونه لرې کړي چې د "ژیړې کرښې" په نوم پېژندل کېږي، دا په غزه کې د اسرائیلو تر اشغال لاندې سیمو د پراخولو نوې هڅه ده. د شاهدانو په وینا، دا نښه شوې سیمه د اوربند د تړون له مخې د اسرائیلي پوځي کنټرول له زون څخه بهر ده.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د شنبې تر ورځې پورې د اسرائیلو د اوربند د سرغړونو په پایله کې ۱۰۳۸ فلسطینیان شهیدان او ۳۳۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د ځايي چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۸مې راهیسې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې له ۷۳۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان شهیدان شوي، له ۱۷۳۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي او شاوخوا ۹۰ سلنه ملکي بنسټونه ویجاړ شوي دي.

 

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".